د مهاجرو د جرمونو پر ضد د ښی اړخو غبرګون
له یوې خوا په آلمان کې د مهاجرو د جرمونو خبره کیږي، بل لور ته په دې هیواد کې د ښي اړخو له خوا د بهرنیانو ضد احساسات هم مخ پر ډیریدو دي. نور تفصيل په انځوریز رپوت کې لوستلای شئ.
د یوه آلماني وژل کیدل او د مظاهرو پیل
د آلمان په کيمنيڅ کې ښی اړخو ډلو هغه وخت د مظاهرو لړۍ پیل کړه، چې یو آلمانی ووژل شو. د دغه آلماني په د قتل په تور بيا دوه مهاجر ونيول شول.
د مظاهرو ضد مظاهرې
کله چې د روانې میاشتې پر ۷ نیټه په ښی اړخو ډلو پوري اړوندو کسانو مظاهرې وکړې، د کيمنيڅ ښاریانو بیا د دغو مظاهره کوونکو پر ضد سړکونو ته راووتل.
مهاجرت د ستونزو مور
د همدې مظاهرو پر مهال د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د مهاجرو په مخالفت کې یوه تنقیدي وینا وکړه. هغه ویلي ول چې مهاجرت د ټولو ستونزو مور ده. زیهوفر په کيمنيڅ کې د ښي اړخو پر مظاهرو نیوکه هم ونه کړه.
د میا وي. قاتل ته د اعدام سزا
د سپټمبر پر دریمه نیټه د آلمان په سویل لویدیځ ښار لنداو کې محکمې عبدل (دی) په نوم یو افغان پناه غوښتونکي ته د یوې پنځلس کلنۍ آلمانۍ میا (وي) د وژنې په جرم اته نیم کاله بند سزا واوروله. د میا (وې) تر وژنې وروسته هم د هغې په ښار کانډل کې هم د مهاجرو ضد مظاهرې شوي وې.
یو بل افغان بندي دی
د تیرې اونۍ په پای کې د آلمان په درام شتد کې محکمې یو بل افغان ته د ۷ کاله بند سزا واوروله. نوموړی افغان پناه غوښتونکی په دې تورن وو چې خپله ۱۷ کلنه ملګرې یې په چاقو ډیره سخته ټپي کړې وه.
کوتن کې د یوه آلماني وژنه
په کيمنيڅ کې جنجال لا پای ته نه وو رسیدلی چې د دوو افغان پناه غوښتونکو او یو ۲۲ کلن آلماني تر منځ فزیکي شخړه رامنځته شوه او په پای کې آلمانی مړ شو. دې پيښې یو وار بیا غوغا رامنځته کړه. د کورنیو چارو ایالتي وزیر هولګر شتالک نیخت، پر خلکو غږ وکړ چې آرام پاته شي.
په کوتن کې مظاهرې
د سیمه ایز پولیسو په حواله د «کیمنتڅ پرو» ډلې د ټولنیزو رسنیو له لارې خلک مظاهرو ته وربللي ول. د اټکلونو له مخې په دغو مظاهرو کې ۲۵ زره کسانو برخه اخیستې وه چې په دوی کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې ښی اړخو هم ګډون کړی وو.