د مهاجرت کړکیچ: د اروپایې کمیسیون دری وړاندیزونه
۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبهد اروپایې اتحادیې د کمیسیون مرستیال فرانس تیمر مانس وایې چې: «د ترکانو له پاره د ویزې آزادي وړیا نه ده.» خو نوموړی سپارښتنه کوي چې د جون میاشتې په پای کې به د ترکانو له پاره د ویزې د آزادۍ په برخه کې تصمیم ونیول شي. په عین وخت کې بروکسل غواړي د دې گام پورته کولو له پاره لا زیات وخت ترلاسه کړي.
ترکیې تر اوسه پورې پنځه ټاکل شوي اساسي معیارونه نه دي پوره کړي. نوموړی هیواد د دغو معیارونو د تنظیمولو له پاره اضافي وخت ترلاسه کوي.
په دې برخه کې څو مهم ټکې: ترکیه باید د اروپایې اتحادیې د قانون د اساساتو پر بنسټ د ترهگر ضد یو قانون تصویب کړي. په دې برخه کې د اروپایې اتحادیې د محاکمو له چارواکو او یورو پول سره همکاري، د اطلاعاتو د حفاظت او له فساد سره د مبارزې غوښتنه شوې.
همدارنگه د بیان د آزادۍ د ډیرې حساسې مسالې په هکله ترکیه باید بهبود رامنځته کړي او دغه بهتر والې باید د عمل په ډگر کې بررسي شي.
د اروپایې اتحادیې کمیسیون غواړي له ترکیې سره موافقې ته ورسیږي
د آلمان، فرانسې او د اروپایې اتحادیې پارلمان د ډیر شمیر استازو د اندیښنو پر بنسټ، کمیسیون غواړي د ترکیې له پاره د ویزې آزادۍ د بیاځلي لغوه کولو له پاره یو میکانیزم رامنځته کړي. که ترکیه د هغې موافقې په برخه کې چې له اروپایې اتحادیې سره یې کړی ده خپله ونډه ادا نه کړي، د بیلگې په توگه له یونان څخه مهاجر ونه مني، بروکسل کولې شي د ترکانو له پاره د سفر آزادي وځنډوي.
د انقرې حکومت لا پخوا د دې موضوع پر وړاندی په صراحت سره اعتراض کړی دی. د دې له پاره چې د تبعیض مخنیوې شوې وي، بې له ځنډه د ټاکل شوو شرایطو پر بنسټ د کوزوو او اوکراین هیوادونو له پاره به هم د ویزې آزادي تصویب شي.
د دې له پاره چې غړي هیوادونه آرامه پاتې شي کمیسار تیمرمانس زیاتوي: «بې له ویزې څخه اروپایې اتحادیې ته ننوتل، یوازې د بیومتریک پاسپورتونو درلودونکو له پاره، البته بې له استثناء څخه ممکن دی.»
د آلمان په بایرن ایالت کې د سوسیال مسیحي اتحادیې یوه استازي مارکوس فیربر خپل مخالفت اعلان کړی دی. نوموړي ویلي دي چې اروپایې اتحادیه باید مخکې له مخکې تسلیم نه شي. د هغه په خبره په لوړي سر کې ترکیه باید د ویزې لغوه کیدو معیارونه پوره کړي.
تیمرمانس د فیربر په څیر انتقاد کونکي له پامه نه دي غورزولي او ویلي یې دي: «په هغو کلونو کې چې موږ له ترکیې سره دا ډول اړیکې نه لرلې. دا ډول معاملې مو ورسره نه وې کړې. په دې هیواد کې هیڅ بدلون نه دی راغلې.)»
د تیمر مانس له پاره یوزاې نیوکه کول کافي نه دی. هغه غواړي چې په اروپایې اتحادیه کې د ترکیې د غړیتوب یو نوی فصل پرانیزي او په پای کې ترکیه د اروپایې اتحادیې قوانینو ته ژمن کړي. تیمرمانس پر خپل پخوانې دریځ ټینگار کولو سره زیاتوي: «دوی له موږ سره نه نږدې کیږي، دوی له موږ څخه په ځان لیري کولو بوخت دي. له همدې امله موږ باید یو بل سره کښینو.»