د مهاجرت نړیوال تړون د میرکل له پاره څومره مهم دی؟
۱۳۹۷ آذر ۱۹, دوشنبهټولې نړۍ د هیوادونو استازې نن د دوشنبې په ورځ د مهاجرت په اړه په دوه ورځنی نړیوال کنفرانس کې د ګډون له پاره په مراکش هیواد کې سره راټول شوي دي، څو د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال تړون په هکله په رسمي ډول یوې موافقې ته ورسیږي.
همدارنګه انګلا میرکل به هم په دې کنفرانس کې ګډون وکړي او د پرانستي تر مراسمو وروسته به د کنفرانس ګډوالو ته وینا وکړي.
میرکل مراکش ته له خپل سفر سره غواړي نړیوالو ته وښيې چې دغه تړون د آلمان حکومت له پاره څومره مهم دی. دغه هیواد چې په ځانګړې توګه د مهاجرو له پاره په زړه پورې هدف ګڼل کیږي او د غیر قانوني مهاجرت پر ضد د مبارزې په برخه کې دلچسپي لري.
له خپل سیال سره د ماښام ډوډۍ
میرکل د یکشنبې په ماښام د مراکش هیواد له لومړي وزیر ساد الدين العثماني سره ملاقات وکړې. د مهاجرت د موضوع تر څنګ دواړو دولتي مشرانو په اقتصادي برخه کې پر نږدې ګډې همکارۍ خبرې وکړې.
له ۱۹۹۶م کال راهيسي د آلمان يوه لومړي وزير هم د شمالي افریقا دغه هیواد ته سفر نه وو کړی. د ۲۰۱۸م کال له پیل راهیسې د مهاجرو ډیره برخه ( شاوخوا ۶۰ زره) یې د لیبیا له لارې اروپایې هیوادونو د هغو له جملې څخه هسپانيا ته ورغلي دي.
د مهاجرت تړون چې له قانوني پلوه الزامي نه دی، خو په سیاسي لحاظ اجباري دی چې یو لړ کړنلارې او اقدامات په خپل ځان کړې رانغاړي. په دې کې د پناه غوښتونکو په مبدا هیوادونو کې د ژوند د شرایطو بهترول او د مهاجرو په کمپونو کې د تبعيض او سوء استفادې مخه نيول شامل دي.
له امریکا متحده ایالاتو پرته ټولو هیوادونو د مهاجرت تړون په هکله بحثونه او خبرې اترې کړي دي. یو شمیر هیوادونو تیره اونۍ د دې تړون مسوده رد کړې ده چې په هغو کې اتريش، هنګري، پولند، چک جمهوريت، سلواکیا، بلغاریا، استرالیا او اسرائیل شامل دي.
همدارنګه ایټالیا او سويس د مراکش کنفرانس ته خپل استازي نه دي استولي، ځکه د روم او بیرن حکومتونه غواړې چې په دې برخه کې اول د خپل پارلمان تائيد ترلاسه کړي.