د مهاجرت بحران د کومو ښې اړخو اروپایې سیاستوالو په ګټه تمام شوی؟
بطي اقتصادي وده، د اروپایې اتحادیې پر پالیسیو بې باوري او د مهاجرت بحران هغه عوامل دي چې د یو شمیر اروپایې هیوادونو په ټاکنو کې د ښې اړخو د بریاليتوب سبب ګرځیدلی. انځویز رپوټ: یو شمیر مهم ښې اړخي اروپایې سیاستوال.
هالند: ګیئرت ویلدرز
ګیئرت ویلدرز د (Partij voor de Vrijheid) یا د آزادۍ له پاره ګوند، مشر دی. ویلدرز ته په اروپایې کچه د تر ټولو ښې اړخې سیاستوال په سترګه کتل کیږي. په ۲۰۱۴ کال کې د مراکشې اتباعو پر ضد د یوه کرکې پارونکي وینا له امله پر ده باندې اقامای دعوی هم شوی وه. د ده ګوند د اروپایې اتحادیې او اسلام مخالفت کوي. کیدای شي ویلدرز د دغه هیواد په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې بریالیتوب ترلاسه کړي.
آلمان: د آلمان له بديل ګوند څخه فراوکه پتري،
د «الټرنټیف فور دویچلند» یا د آلمان له پاره بدیل ګوند مشرۍ فراوکه پټري ویلي وو چې د آلمان له سرحد څخه په غیر قانوني توګه د تیریدونکو (مهاجرو) پر خلاف دې له وسلې کار واخیستل شي. دغه ګوند د آلمان د ایالتي ټاکنو پر مهال وتوانید چې په یو شمیر ایالتونو کې تر ۲۵ سلنه ډيرې رایې ترلاسه کړي.
فرانسه: مارينه لیپن
ډیر شمیر حلقو اندیښنه ښودلې وه چې له اروپایې اتحادیې څخه د بریتانیې له وتلو او په امریکا کې د دونالد ترامپ له بریالیتوب سره به د فرانسې ښې اړخی ګوند له پیاوړی شي. د نشنل فرنټ ګوند په ۱۹۷۲ کال کې د ژان ماري لیپن په مشرۍ جوړ شوی وو چې اوس یې لور مارينه لیپن د دغه ګوند مشري په غاړه لري. دغه ګوند د اروپایې اتحادیې او مهاجرو مخالف دی.
یونان: نیکوس میشالاولیاکوس
نیکوس میشالاولیاکوس، په یونان کې د ګولدن دان فاشست ګوند مشر دی. په ۲۰۱۳ کال کې پر ده او د ده د ګوند په لسګونو غړو د داسې یوه داسې ګوند د جوړولو له امله دعوی شوي وه چې جرمونه ترسره کوي. میشالاولیاکوس، په ۲۰۱۵ کال کې نیول شوی هم وو. د ګولدن دان ګوند د مهاجرو مخالف او له روسیې سره د دفاعې تړون پلوی دی.
هنګري: ګبور روونا
د هنګري د ښې اړخي ګوند ژابک په هکله ویل کیږي چې کیدای شي دغه ګوند د ۲۰۱۸ کال ټاکنې وګټي. اوس دا د هنګري دریم لوی سیاسي ګوند دی. دغه ګوند د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې ۲۰ سلنه رایې ترلاسه کړی وې. ګبور روونا د دغه ګوند مشر دی.
سویډن: ژیمي آکسن
د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرامپ تر بریالیتوب وروسته د«سویډش دیموکراتس» ګوند مشر ژیمي اکسن په یوه مرکه کې ویلي وو چې په اروپا او امریکا کې داسې تحریک موجود دی چې د چارواکو له پاره د چلنج حیثیت لري. دغه ګوند د مهاجرو مخالف او په اروپایې اتحادیه کې د ترکیې د شاملیدو ضد دی.
اتریش: نور بېرت هوفر
نوربیرت هوفر د اتریش د«Austrian far-right Freedem» ګوند مشر دی چې د تیر کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې ماته خوړلې. هوفر له مهاجرو سره د مرستې کمولو او په سرحدونو کې د کنترول زیاتولو ډیر سخت پلوی دی.
سولواکیه: ماریان کوتلیبا
د«ولسي ګوندـزموږه سلواکیه» په دغه هیواد کې یو محافظه پاله ګوند دی چې د ماریان کوتلیبا له خوا یې مشري کیږي. ماریان د مهاجرو مخالف دی او د هغه په اند په سواکیه کې یو مهاجر هم ډیر زیات دی. هغه یو وار د ناټو سازمان یو مجرم سازمان بللی وو. دغه ګوند د اروپایې اتحادیې مخالف او د تیر کال په انتخاباتو کې یې اته سلنه رای ترلاسه کړی وي چې اوس په پارلمان کې ۱۴ چوکۍ لري.