د مهاجرتونو او بيځايه شويو بيساری نړيوال ريکارډ
دا وخت نړۍ د مهاجرتونو او بيځایه شويو د تر ټولو لوړ او بيسارۍ ريکارډ شاهده ده. دم ګړی په ټوله نړۍ کې له ۶۵ ميليونو څخه زیات انسان مهاجر شوي دي. نور معلومات په دغه انځوريز رپوټ کې کتلای شئ:
بيسارۍ ريکارډ
د مهاجرت نړيواله اداره: حاضر دمه د نړۍ په کچه د مهاجرتونو او بيځایه شويو د تر ټولو لوړ ثبت شوي ريکارډ شاهد يو.
۶۵ اعشاريه ۳ ميليونه بيځایه شوي
حاضر دمه په ټوله نړۍ کې ۶۵ اعشاريه ۳ ميليونه انسانان په جبري توګه دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پريږدي.
۲۱ ميليونه مهاجر
له ۶۵ ميليون بيځایه شويو له ډلې څخه نژدې ۲۱ اعشارېه ۳ ميليونه یې مهاجر شوي دي.
ماشومان
له ۲۱ اعشاريه ۳ ميليون مهاجرو له ډلې څخه، له نيمايي زيات يې له ۱۸ کلونو څخه د کم عمر لرودونکي ماشومان دي.
۱۰ ميليونه بې وطنه
نن ورځ په نړۍ کې شاوخوا ۱۰ ميليونه انسانان بې وطنه دي. دغو کسانو ته تر څنګ د دې چې تابعتونه ندي ورکړل شوي، د ژوندانه له اساسي حقونو لکه تعليم، روغتيايي خدمات او داسې نور څخه محروم دي.
تر ټولو سخت کال
د مهاجرت نړيوالې ادارې روان لمريز کال په افغانستان کې د بيځایه شويو کورنيو لپاره تر ټولو سخت کال ښودلی دی.
هر ۱۱۳ کس
د نړۍ په کچه د هرو ۱۱۳ کسانو له ډلې څخه يو تن يې يا مهاجر او يا په خپل هيواد کې بيځایه شوی دی.
هره ورځ مهاجرت
د نړۍ په کچه په هره ورځ کې ۳۴۰۰۰ کسان په جبري توګه له خپلو کورونو څخه بيځایه کيدو ته اړ کيږي.
هره دقيقه کې بيځایه کيدل
د نړۍ په کچه په هره دقيقه کې ۲۴ کسان له خپلو کورونو څخه د مختلفو عواملو له وجې بيځایه کیږي.
د مرګونو تر ټولو لوړ ريکارډ
تازه مهاجرتونو د مرګونو په برخه کې هم خپل تر ټولو لوړ ريکارد جوړ کړ. تير کال شاوخوا ۵ زره مهاجر يوازې د سمندر په اوبو کې اروپا ته د راتلو پر وخت مړه شول.
سرچينې:
دغه ارقام د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د ويب پاڼې د معلوماتو او د دغې ادارې د رپوټونو په حواله خپاره شول. دغه اداره وايي چې د نړۍ په ۱۲۸ هيوادونو کې د مهاجرت په چارو کې فعاليتونه لري. انځورونه: دويچه ويله آرشيف