د مصر استخباراتي اداره په خارج کي خپل منتقدین څنګه تعقیبوي؟
۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبهڅوک چي د جمهور رئیس عبد الفتاح السیسي پر حکومت باندي انتقاد کوي، هغه څارل کیږي. لکه څنګه چي یو تعداد اغیزمن سوو کسانو دویچه ویله ته ویلي دي، د مصر سفارتونه، دیپلوماټان او جاسوسان په منظم ډول سره د منتقدینو فعالیتونه څاري او ثبتوي. بیا نو وروسته پر هغوی باندي په خارج کي هم فشار واردیږي. د دې کوښښ کیږي، چي حتی هغوی د جاسوسانو په حیث راجذب کړي.
که څه هم د مصر استخباراتي اداره د څو لسیزو راهیسي په بین المللي سطح دغه ډول فعالیتونه کوي، خو په ۲۰۱۳ م کال کي د مصر د انتخاب سوي جمهور رئیس، محمد مُرسي پرضد تر کودتأ وروسته دغو فعالیتونو ډیر شدت اخیستی دی.
برلین: د مصري فعالینو او روشنفکرانو د تیښتي مرکز
تر کودتأ وروسته برلین د مصري فعالینو، لیکوالانو او ژورنالسټانو د تیښتي د یوه مرکز په حیث تبدیل سوی دی، کوم چي د السیسي د رژیم لخوا تعقیبیږي. د هغوی لپاره دا د تعجب ځای نه ؤ، کله چي د جرمني د کورنیو چارو وزارت څو ورځي دمخه اعلان وکړ چي: د صدرات اعظمۍ د ویاندې په اداره کي پر یوه تن باندي د جاسوسۍ شک کیږي.
د دغه وزارت په حواله په مصر کي زیږیدلی یو تن المانی تابعیت درلودونکی، چي د صدر اعظمۍ د ویاندې په اداره کي کار کوي، کیدلای سي واقعأ هم د مصر د استخباراتي ادارې یو جاسوس وي. د وزارت په رسمي وینا کي راغلي: «د دې شواهد موجود دي، چي د مصر استخباراتي اداره کوښښ کوي، چي په جرمني کي اوسیدونکي مصریان خپلي د جاسوسۍ شبکې ته ورجذب کړي.»
په برلین کي د بشر د حقوقو او دیموکراسۍ د Global Public Policy Institutete (GPPi د انستیتوت څخه الیاس صلیبا وايي، چي« تر نظامي کودتا راوروسته د السیسي د رژیم ډیر منتقدین او مخالفین اروپا ته راغلل.» په خبره یې داسي معلومیږي چي «د مصر حکومت د مراقبت او معلوماتو د قصدي غلطولو کوښښونه تشدید کړي دي، تر څو په خارج کي د انتقادي افکارو سره د امکان تر حده پوري مبارزه وکړي.»
د مصر پیغام: هیڅ ځای په امنیت کي نه یاست
د اتلانتیک په هغه بله غاړه کي هم د مصر د استخباراتي ادارې سیوري غوړیدلی دی. پروسږ کال د مصر د مهاجرینو د چارو وزیرې، نبیله مُکرم د کاناډا د تورنټو د ښار په یوه خصوصي محفل کي د مصري منتقدینو او مخالفینو په باب د خپل حکومت موقف داسي بیان کړ: «هر هغه څوک چي زموږ د هیواد په هکله یو څه غلط ووايي، د هغه سره به څه پيښ سي؟ ستونی به یې ورپرې کړو.»
دا د منتقدینو دپاره یو ښکاره پیغام دی. څوک چي د یوه هیواد حاکم نظریات نه تائیدوي، سرنوشت به یې داسي وي، لکه د سعودي د رژیم منتقد، جمال قاشوقجي چي د ۲۰۱۸ م کال په اکتوبر میاشت کي، کله چي په استانبول کي د خپل هیواد قونسلګرۍ ته ورغلی ؤ، د سعودي جاسوسانو له خوا په قتل ورسیدی.
غربي هیوادونه په مسؤلیت کي شریک دي
هغه امنیتي ګډې همکارۍ، چي ځینو غربي دولتونو د مصر سره ورباندي موافقه کړې ده، د مصر د رژیم منتقدینو او مخالفینو ته لږ ګټه رسولې ده. د دې په عوض جمهور رئیس ترمپ د مصر جمهور رئیس السیسي خپل یو «ګران دیکتاتور» ونوماوه او جرمني د همدې عیسوي کال په سر کي د مصر سره د ۲۹۰ ملیونو یورو په ارزښت د وسلو یوې معاملې ته اجازه ورکړه.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت تر دې لا هم یو ګام مخته تللی دی او د مصر د استخباراتي ادارې سره یې د ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندي د روزني ښووني پروګرام شروع کړی دی. خو دا معلومه ده، چي د ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندي په حقیقت کي د رژیم د منتقدینو سره مبارزه کیږي، تر څو هغوی چوپ او وټکوي.
د (GPPi د انستیتوت څخه صلیبا تینګار کوي، چي غربي حکومتونو باید د هغو کسانو سره د کومک کولو مسؤلیت درلودلای، کوم چي د خپلو رژیمو لخوا تعقیبیږي. هغه اضافه کوي، «د مصر د بې طرفه مدني ټولني او میډیا څخه ملاتړ وکړئ، کوم چي لا اوس هم موجود دي او د هغو اشخاصو او افرادو ساتنه وکړئ، چي په ناحقه سره په مصر کي ورسره ظلم کیږي.»
صلیبا یو ګام نور هم مخته ځي او وايي، « د مصر د امنیتي قواوو سره امنیتي ګډ کار ته خاتمه ورکړئ، کوم چي په منظم ډول سره د بشر حقوق تر پښو لاندي کوي، لکه شکنجه او یا په ناحقه سره د خلکو بندیانول. د اروپا پارلمان دي هغه پریکړه لیکونو ته پابند واوسي، چي پر اساس یې مصر ته باید د وسلو صادرات متوقف سي.»