د ليبيا د راتلونکي په هکله نړيوال کنفرانس
۱۳۹۰ شهریور ۱۰, پنجشنبهدغه نيټه تاريخي اهميت لري او ښايي هم قصدا ټاکله شوي وي. د ليبيا ديکتاتور غوښتل چي د سپتمبر په لومړي نيټه قدرت ته د رسيدو لپاره د خپلي واکممني 40 کال ولمانځي. خو اوس دغه ورځ د لييبا د ديموکراسي د راتلونکي په هکله تصميم نيسي.
د فرانسي ولسمشر نيکولا سارکوزي د څه د پاسه 60 هيوادونو استازي پاريس ته بللي دي. هغوي به په ګډه د ليبيا د ويجاړ شوو ښارونو د بيرته ودانولو او دغه راز د ليبيا د کانګل شوو پيسو د بيرته آزادولو په څرنګوالي باندي بحث او خبري وکړي. سر بيره پر دي پر قذافي باندي د ياغيانو او د ناتو د برياليتوب يو ډول لمانځنه هم په دي کنفرانس کي صورت مومي. څرنګه چي پرون ماښام سارکوزي د نړي د سفيرانو سره په يوه دوده ايزه ليدنه کتنه کي وويل:
«مونږ به د ديکتاتوري او د جګړو فصل وتړو او له ديموکراتيکي ليبيا سره به د همکاري يوه نوي فضا پيل کړو. دا د فرانسي ټينګ عزم دي چي د ديموکراسي په لور د ولسونو له هڅو څخه ملاتړ وکړي.»
دا چي دغه نړيوال کنفرانس په پاريس کي دايريږي وجه يي د قذافي د رژيم پر ضد د فرانسي نقش پوري تړي دي. فرانسي او بريتانيا تر ټولو زيات د قذافي د رژيم پر ضد د ناتو په عملياتو کي وڼده واخيستله او تر تولو دولتونو دمخه يي د ياغيانو انتقالي شورا د ليبيا د قانوني استازي په توګه په رسميت وپيژندله. سارکوزي وويل چي د ناتو عمليات تاريخي اقدام ؤ ، د اروپا لپاره هم:
«اروپايانو د لومړي ځل لپاره ثابته کړه چي د دي توان لري ترڅو په يو کړکيچ چي د هغو د دراوزو تر مخ پيښ شوي دي، په پريکړه توګه مداخله وکړي. ليبيا د مديتراني د سمندرګي په غاړه کي پرته ده، هغه سمندرګي د اروپا له وچي سره پوله لري. د مديتراني سمندرګي په لومړي سر کي د اروپايانو موضوع ده او بيا د امريکايانو.»
دا چي اروپايان به څرنګه د ليبيا له راتلونکي سره مرسته وکړي، لا تراوسه روښانه نه ده. په دي برخه کي ښايي د پاريس په دي نړيوال کنفرانس هم تصميم ونه نيول شي. لږ ترلږه په مالي برخه کي ښايي هغوي کومه مرسته وړاندي نه کړي.
د آلمان حکومت يو وياند وويل چي دا د بسپڼو ورکونو کوم کنفرانس نه دي. دغه راز په ليبيا کي د سوله ساتي نړيوالو سرتيرو د احتمالي استقرار په هکله هم خبري نه کيږي. په حقيقت کي د ليبيا د پاريس دا کنفرانس تر ډير ي زياتي کچي سمبوليک خصوصيت لري.
دنيله يونګهانز/عبدالباري حکيم
کتونکي. سيد رياض