د فوټبال نړیوال جام په سياليو کي د آلمان تاريخي ماتې
د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړيوال جام په سياليو کي د آلمان پر ملي لوبډلي هم هغه بلا راغله چي په ۲۰۰۲ او ۲۰۱۴م کلونو کي فرانسې او اسپانيا ته راغلې وه؛ په گروپي سياليو کي ماته او له لوبو وتل.
د چهارشنبې په ورځ مازيگر د آلمان فوټبال ملي لوبډله د نړيوال جام په گروپي سياليو کي خپله وروستۍ لوبه له جنوبي کوريا سره لرله. په F گروپ کي آلمان خپله لومړۍ لوبوبه پر مکسيکو بايللې وه او دوهمه ئې له سويډن څخه گټلې وه او وروستۍ يې له جنوبي کوريا سره وه.
د دغي لوبي نندارې ته ۴۲ زره نندارچيان په کازان آرينا لوبغالي کي راټول سوي ول. د دوی ډيری د آلمان مينوال ول.
د آلمان فوټبال ملي لوبډله: زوله، هکتور، کديرا، هوملس، کروس، نوير، اوزيل، ورنر، رويس، گورتڅکا او کيميش.
د جنوبي کوريا ملي لوبډله
آلمان چي د سياليو بل پړاو ته د وتلو له پاره بریا ته اړتيا لرله کوښښ يې کاوه چي لوبه په خپل کنترول کي ولري او پر جنوبي کوريا باندي فشار زيات کړي، خو د جنوبي کوريا لوبډلي ډيره ښه دفاع کوله.
ژروم بوآتنگ چي له سويډن سره به لوبه کي سور کارت ورته ښوول سوی وو، د نندارچيانو په منځ کي د لوبي ننداره کوله.
آلمان د لوبي په لومړۍ نيمايي کي د توپ په کنترول کي تر شمالي کوريا برلاسي ول، خو په گول وهلو و نه توانېدل.
جنوبي کوريا هم د لوبي په لومړۍ نيمايي کي څو واري د آلمان گول ته نژدې سول چي يوه شېبه ئې هم په ۱۹ دقيقه کي د آلمان گولکيپر سخت تلاښ ته وهڅاوه.
جنوبي کوريا ښه دفاع کوله او دغه راز يې حملې هم کولې.
د لوبي دوهمه نيمايي دواړو لوړلو په حملو سره پيل کړه.
د آلمان ملي لوبډله څو واري د جنوبي کوريا پر گول باندي حمله وکړه، خو په گول وهلو ونه توانېده.
د لوبي په ۹۰ دقيقه کي جنوبي کوريا وتوانېده چي يو گول ووهي.
د لوبي په وروستيو شېبو کي آلمان د نورو حملو هڅه وکړه. ماتس هوملس دوه واري د جنوبي کوريا پر گول ډېر ښه چانس لاره خو بخت ورسره یاره و نه کړه.
د لوبي په وروستيو دوو دقيقو کي د آلمان لوبډلي گولکيپر هم له گوله راووت او د ميدان تر نیمايي پوري له توپه سره ولاړ خو د جنوبي کوريا لوبډلي دفاع توپ واخيست او يو بل گول ئې هم ولگاوه. لوبه دوه پر صفر د جنوبي کوريا په گټه تمامه سوه.
دا لومړی وار دی چي د آلمان ملي لوبډله د فوټبال نړيوال جام په سياليو کي په گروپي لوبو کي بل پړاو ته نه وځي.
د نړيوال جام له سياليو د آلمان د لوبډلي وتل د مينه والو له پاره هم ډيره گرانه وه.
د آلمان د ملي لوبډلي ترينز تر ماتي وروسته وويل: «موږ په دې پايلو ډېر خفه يوو، له جنوبي کوريا سره په لوبه کي زموږ لوبغاړي د تعرض له اړخه بد نه ول، خو دوی پر ځان باندي هغه پخوانی ډاډ نه لاره. موږ د گول وهلو ډېر چانسونه لرله خو و نه سول.»
د دغه گروپ (F) په بله لوبه کي سويډن له مکسيکو سره لوبه لرله دا چي آلمان پر جنوبي کوريا لوبه بايلوده او سويډن له مکسيکو څخه لوبه وگټله نو، مکسيکو او سويډن له دغه گروپه بل پړاو ته ووتله او آلمان او جنوبي کوريا د خپلو هيوادونو پر لور د سفر موزې په پښو کړې.