د فوټبال اروپايي جام سیالیو کې د آلمان او پولنډ لوبه
د آلمان او پولنډ ټیمونو تیزه او له هیجانه ډکه لوبه مساوي شوه. د آلمان ملي لوبډلې پر ډیرو هڅو سربیره هم خپلې مخالفې لوبډلې ته کوم گول ور نه کړ. شمالي آیرلنډ بیا اوکراین ته ماته ورکړه دغه دواړه لوبډلې هم په C گروپ کې دي.
آلمان صفر − پولنډ صفر
د پنجشنبې په ماښام د (د جون ۱۶مه) د فوټبال اروپايي جام سیالیو کې د آلمان او پولنډ لوبډلو هیڅ گول و نه واهه او لوبه مساوي ختمه شوه.
آلمان صفر − پولنډ صفر
د دواړو ټیمونو لوبه په سن دني کې د «فرانسې لوبغالې» کې تر سره شوه چې لیدو ته یې ۷۵۰۰۰ نندارچیان ورغلي وو. د آلمان او پولنډ د ملي لوبډلو پلویان چې د لوبو لیدو ته ورغلي وو په ستدیوم کې یې خپل ځان ته ځایونه مشخص کړي وو. د پولنډ لوبډلې د پلویانو یو انځور.
آلمان صفر − پولنډ صفر
د پولنډ پر وړاندې سیالۍ کې د آلماني لوبډلې د پلویانو انځور. آلمان تر اوسه پورې درې وارې د اروپايي جام اتلولي گټلې ده او په روانو سیالیو کې هم د اتلولۍ د خپلولو د مدعي ډلې په توگه شمیرل کیږي.
آلمان صفر − پولنډ صفر
د آلمان پر وړاندې د لوبې تر پیلیدو تر مخه د پولنډ د ملي لوبډلې لوبغاړي.
آلمان صفر − پولنډ صفر
د لوبې تر پیلیدو دمخه د آلماني لوبغاړو انځور. په دې لوبه کې هم مانويل نویر د آلمان د لوبډلې کپتان وو. په دې لوبه کې ماتس هوملز هم گډون کړی وو چې د اوکراین پر وړاندې لوبه کې د ضربې لیدلو له کبله گډون نه وو کړی.
آلمان صفر − پولنډ صفر
د لوبې تر پیلیدو دمخه د آلمان د ملي لوبډلې روزنکی يوآخیم لوو (کیڼ اړخ ته) او د پولڼد د ملي لوبډلې د روزونکی آدام ناولکا تر منځ په دوستانه فضا کې روغبړ.
آلمان صفر − پولنډ صفر
په دغه لوبه کې لومړني جدي فرصت په څلورمه دقیقه کې د آلمان په نصیب شو. یولیان دراکسلر له کیڼ اړخه توپ د پولنډ د گول پر لور وواهه خو د ماریو گوتڅه د سر ضربه په کمې فاصلې سره توپ تر گول واوښت.
آلمان صفر − پولنډ صفر
د پولنډ لوبډلې د لوبې په لومړیو لسو دقیقو کې محتاطانه چلن وکړ او تر زیاته یې میدان آلماني ټیم ته پریښی وو. د لوبې په پیل کې د آلماني ټیم د حملې یوه صحنه.
آلمان صفر − پولنډ صفر
دواړو ټیمونو سخته سیالي کوله.
آلمان صفر - پولنډ صفر
د پولنډ د ملي لوبډلې کپتان او فاروردر روبرت لواندوسکي په خپلو حملو کې د آلماني ټیم له ژروم بوآتنگ او ماتس هوملز سره سر او کار درلود. لواندوسکي او بوآتنگ بیا دواړه د بایر مونش کلب لوبغاړي دي. هوملز چې اوس له بایرن سره یو ځای شوی له لواندوسکي سره یو ځای د دورتموند په کلب کې وو.
آلمان صفر - پولنډ صفر
آلمانۍ لوبډلې چې زیاتره یې پر توپ برلاستوب لاره، په پر له پسې توگه سیالې لوبډلې گول ته د نزدې کیدو هڅه کوله خو د پولنډ لوبډلې دفاعي عمل د دې سبب شو چې دغه هڅې بې ثمره پاتې شي.
آلمان صفر - پولنډ صفر
که څه هم د آلمان ملي لوبډلې له دفاعي لحاظه ښه لوبه وړاندې کړه او د پولنډ مخه یې ونیوله، خو په خپله هم و نه توانید چې د پولنډ په دفاعي دیوال کې درز رامنځ ته کړي او گول ته لار ومومي. د کریخوویاک (ښي اړخ ته) او د آلماني ستوري اوزیل تر منځ د سیالۍ یو انځور.
آلمان صفر - پولنډ صفر
آلمانی پیاوړی لوبغاړی توني کروز په لومړۍ نیمایي کې و نه توانید چې په خپلو هڅو سره خپله لوبډیا د بریا پر لور بوځي. په دې ډول د لوبې لومړۍ نیمایي مساوي شوه.
آلمان صفر - پولنډ صفر
د آلماني ټیم روزونکي یوآخیم لوو، نارضایتي چې شاگردانو یې و نه شو کولای چې پولنډ ته د گول ورکولو کیلي ومومي.
آلمان صفر - پولنډ صفر
دواړو لوبډلو پرته له کوم بدلون څخه د لوبې دوهمه نیمایي پیل کړه. د لوبې په دې برخه کې لومړ فرصت پولنډ ته برابر شو خو کوم گول و نه شو.
آلمان صفر - پولنډ صفر
تر دې لږ څه وروسته آلمان ته یوه ډیره ښه موقع په لاس ورغله. آلماني لوبغاړي ماریو گوتزه په ۴۷ دقیقه کې له لس مترۍ څخه توپ وواهه، خو د پولڼد گول کیپر وتوانید چې توپ پر شا وتمبوي.
آلمان صفر - پولنډ صفر
د لوبې دوهمه نیمایي تر لومړۍ نیمایي ډیره تیزه او په زړه پورې وه. د دواړو ټیمونو لوبغاړي پرتې له کومې وقفې څخه په حرکت کې وو او توپ په گړندۍ توگه په میدان کې ځغلول کیده. د لواندوسکي د یوې حملې صحنه چې د آلمان گول کيپر نویر پر شا وتمبوله.
آلمان صفر - پولنډ صفر
د دوهمې نیمایي په ۶۹ دقیقه کې آلمان ته یوه بله ښه موقع پر لاس ورغله. اوزیل په ډیر ښه شان د پولنډ گول پر لور توپ شوت کړ، خو د پولنډ گول کیپر فابیانسکي د یوه فق العاده غبرگون په پایله کې گول و نه شو.
آلمان صفر - پولنډ صفر
د پولنډ د گول پر لور د اوزیل د شوت یو بل انځور.
آلمان صفر - پولنډ صفر
د آلمان او پولنډ لوبغاړو تر وروستۍ شیبه وجنگیدل او په دې هڅه کې وو چې خپلې حریفي لوبډلې ته یو گول ورکړي. خو په نهایت کې دغه هڅې پې پایلې پاتې شوې او د هغوی لوبه په مساوي توگه ختمه شوه.
اوکراین صفر − شمالي آیرلنډ ۲
د پنجشنبې په مازیگر د c گروپ یوه بله لوبه د اوکراین او شمالي آیرلنډ د لوبډلو تر منځ وشوه. دغو دواړو ټیمونو د فوټبال د سږني جام سیالیو کې خپلې لومړۍ لوبې بایللي دي.
اوکراین صفر − شمالي آیرلنډ ۲
دغه لوبه په لیون، لوبغالې کې د ۵۱۰۰۰ نندارچیانو پر وړاندې تر سره شوه چې د دواړو لوبډلو له پلویانو ډکه وه. د آیرلنډ پلویانو د خپل ملي ټیم د لوبغاړو د کالیو په رنگ جامې اغوستې وې.
اوکراین صفر − شمالي آیرلنډ ۲
د شمالي آیرلنډ ملي ټیم چې د اروپا جام سیالیو کې په لومړي ځل خپل حضور ازمایي وتوانید چې اوکراین ته په دوه صفر ماتې ورکړي او خپله تاریخي بریا ولمانځي.
اوکراین صفر − شمالي آیرلنډ ۲
په دغه لوبه کې د شمالي آیرلنډ له لوري گولونه مکاولي (په انځور کې چې یې د کمیس پر شا ۴ لیکل شوي) په ۴۹ دقیقه او مک گین د لوبې تر ختمیدو لږ څه دمخه وکړل.
اوکراین صفر − شمالي آیرلنډ ۲
د شمالي آیرلنډ د لوبغاړو د خوښۍ د شیبې یو انځور چې د دغې لوبې په گټلو سره یې درې پواینټونه تر لاسه کړل. اوکراین چې خپلې دواړې لوبې یې بایلودې بل پړاو ته د تلو ښه چانس نه لري.