1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستعراق

د عراق حکومت پر ترکيې د ملکيانو د وژنې تور لګولی

۱۴۰۱ تیر ۳۰, پنجشنبه

عراق پر ترکېې باندې تور لګولی دی چې د عراق په کردستان کې ېې په یوه توغندیزه حمله کې څو ملکيان وژلي دي. د عراق حکومت انقره د«عراق د حاکميت په ښکاره نقض» تورنه کړه، خو انقره څه وايي.

https://p.dw.com/p/4ESK3
Türkei Semdinli | Rauch nach kurdischem Autobombenanschlag
انځور: IHA/AP/picture alliance

د عراق دولت په همدې ارتباط د چهارشنبې په ورځ په بغداد کې د ترکېې سفير احضار کړ.

د روغتیا ملي ادارې ویاند په خبره، د عراق د کردستان په سیمه کې پر یوه پارک د یوې توپخانه ېې حملې په ترڅ کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د زاچو سيمې ویاند، مشیر بشیر، وويل چې د پيښې ډېر قربانیان عراقي-عرب سیلانیان دي چې اکثره ېې د عراق د مرکز او سويل څخه دي. د کردستان لوړه سیمه د سفر او سیاحت له پاره يوه محبوبه سیمه ګڼل کيږي.

د ترکېې د بهرنیو چارو وزارت د دغو تاوتریخوالو مسئولیت رد کړی دی. دغه وزارت ويلي دي: «ترکېه پر ملکیانو د ټولو حملو مخالفه ده. له تروریزم سره مبارزه د نړېوالو قوانینو له مخې ترسره کوي. انقره تیاره ده چې د حقیقت د افشا له پاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.»

ترکېې د اپریل میاشتې په منځ کې د عراق په شمال کې د کردستان کارګرانو ممنوعه ګوند »پ ک ک« پر ضد نوې ځمکنۍ او هوايي پوځي عملیات پيل کړل. انقره او د هغه غربي متحدین، پي ک ک، د یو تروريستي سازمان په توګه طبقه بندي کړی دی.

د ترکېې د بهرنيو چارو وزارت اوس داسې ښودلې چې ممکن د وژل شوو ملکیانو نسبت هم پي ک ک ته ورکړل شي.

د ترکېې پوځي عملیات د دې سبب شوي چې له مودو راهیسې د عراق مرکزي حکومت او انقرې ترمنځ روابط ترينګلي شي. هغه هم په داسې حال کې چې انقره د بغداد له پاره یو کلیدي سوداګريز شريک هم دی.

د عراق د ولسمشر غبرګون دا ځل يو څه تند وو. برهم صالح د «ترکېې بمبارۍ د خپل «هیواد د حاکمیت د نقض» او د «ملي امنیت له پاره د یو ګواښ» په توګه محکومې کړي دي.

د عراق د ملی امنیت شورا چې په هغې کې د کورنيو چارو، دفاع او مالېې وزیران هم شامل دي، هم له ترکېې څخه د رسمي بخښنې او همدارنګه د عراق له ټولې خاورې څخه د ترکېې د وسله والو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده. ترکېې د تیرو ۲۵ کلونو په جریان کې د عراق په کردستان سیمه کې څو پوځي اډې جوړې کړي دي.

د.و.د/م.ک.ص./ن.ز.