1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تاريخآسیا

«د طالبانو له واکمنۍ سره زرګونه مسلکي کدرونه له هيواده وتلي»

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مرداد ۲۲, شنبه

د طالبانو په بيا واکمنۍ سره په تېر یوه کال کې د بېلابېلو څانګو مسلکي کسان له هېواده وتلي دي. له دوی ډیری یې په حکومت کې دندې لرلې، چې طالبانو له دندو ګوښه کړل. د مسلکي کسانو نه شتون د طالبانو ادارې ته څومره ننګونکې ده؟

https://p.dw.com/p/4FUhI
Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany
انځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

د ۲۰۲۱ م کال کال د اګست په پنځلسمه پخوانی جمهوري حکومت نسکور او طالبان د دویم ځل له پاره واک ته ورسیدل او په ټول افغانستان یې حاکمیت ترلاسه کړ. په کابل د طالبانو تر ولکې ټینګولو سره همهاله د کابل له هوایي ډګر څخه د امریکا او د هغوی د متحدینو له لورې د تخیلې بهر پیل شو، چې ډېر شمېر خلک د طالبانو له ویرې د هېواد پريښودو له پاره پر هوایي ډګر ور مات شول او آن یو شمېر کسانو د الوتکو په ټایرونو پسې ځانونه ونښلول او مرګ ته یې ځانونه ورکړل.

د تخلیې په دې بهیر کې د امریکا، کانډا، استرالیا او جرمني په ګډون یو شمېر اروپایي هيوادونو په لسګونه زره کسان چې د هغوی افغان پوځي او ملکي همکاران او تر خطر لاندې افغانان پکې شامل وو، وایستل شول. په دې لړ کې ګڼ شمېر مسلکي کدرونو هم هېواد پریښود.

په نظامي برخه کې له کم شمېر پرته د پوځ، پولیسو او ملي امنیت اکثره جنرالان، د ټیکنالوژۍ برخه متخصصین، یو شمېر انجینران، ډاکټران، سلګونه خبریالان او د هېواد معتبرو دولتي پوهنتونونو سلګونه استادان له افغانستان ووتل او په بهرنیو هېوادونو کډوالي پیل کړه.

طالبانو د خپل حکومت په پیل کې د وزارتونو لومړۍ درجه مسؤلین، رئیسان، تر درېیمو بستونو امرین او ډېر شمېر مسلکي کسان له دندو ګوښه کړل او پر ځای یې غیرې مسلکي او له مدرسو فارغ شوي کسان پر دندو وګمارل.

په مسلکي کسانو کې یو شمېر داسې کسان هم شامل ول چې په تېرو دوو لسیزو کې په لوړه کچه په بهر کې په معتبرو پوهنتونو کې روزل شوي، تر ماسټرۍ او دوکتورا یې لوړ تحصیلات لرل او د اړوندو برخو کارپوهان وو.

په حکومتي بنسټونو کې یو هم د مخابراتو وزارت دی چې ډېر مسلکي کارکوونکي یې له دندو شړلو وروسته هېواد پریښودو ته اړ شوي. 

د مخابراتو وزارت یوه پخواني چارواکي مستعار نومي لعل محمد دویچه ویله ته وویل، چې د دغه وزارت د اترا رئیس په ګډون، اکثره تخنیکي کسان او د ۳۴ ولایتونو د مخابراتو رئیسان چې ټولو یې د ماسټرې زده کړې کړې وې له دندو ګوښه شوې دي او ځینو یې له هېواده وتلې دي.

هغه وایي: «زما معلومات دا دي چې په مخابراتو وزارت کې اکثره تخنیکي او مسلکي خلک له دندو لرې شوې دي. د ۳۴ ولایتونو د مخابراتو رئیسانو ته جواب ورکړل شوی او له دندو لرې شوې دي. هغوی تقریبآ ټولو یې ماسټرې په کچه تحصلات لرل. په مخابراتو وزارت کې له څه مالي او ادارې کارمندانو پرته پخواني کسان پاتې نه دي. څوګ چې له دندو ليرې شوې دي، له نیمایي ډېر له هېواده بهر تللي دي.»

په کابل کې د ټیکنالوژۍ برخې یو متخصص چې اوس له افغانستان وتلی او کورنۍ لا هم افغانستان کې پاتې دی، د امنیتي ویرې نه غواړي نوم یې نشر شي دویچه ویله ته وویل، په کابل کې یې د ټینکالوژۍ یو شرکت درلود چې د طالبانو په راتګ سره یې تقریبآ تړل کیدو ته نږدې دی او په وینا یې اتیا سلنه د ټیکنالوژۍ کمپنۍ تړل شوې دي.

هغه وویل: «اتیا سلنه د ټیکنالوژۍ په برخه کې کمپنۍ تړل شوې دي، یا تړل کیدو په حال کې دي او ځینې ماتې شوې دي او ایله شل سلنه یې پاتې دي. زما شخصي کمپنۍ چې په افغانستان کې د ټکنالوژۍ په برخه کې ټاپ کمپني وه تړل کیدو ته نږدې ده، له ۲۶ اوس ۷ کارمندان لرم، ټیکنالوژۍ په برخه کې خلک یا له هېواده بهر وتلي او یا د وتلو په حال کې دي.»

آیا بهر میشته پوځي محصلین بیرته هیواد ته ستنیږي؟

نوموړی وایي، د افغانستان امنیتي سکټور، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست ادارې په پرمختللي ټینکنالوژۍ ډیجییټل سمبالې شوې وي او د چلولو له پاره یې په ډېرو خواریو مسلکي کسان روزل شوې وو، خو طالبانو هغوی نږدې ټول له له دندو لرې کړې دي.

د هغه په خبره، دغو مسلکي کسانو هم هېواد پریښی او په هېواد کې داسې څوګ نشته چې د مهمو امنيتي ارګانونو ډیجیټل ټیکنالوژۍ سمبال سیستمونه پر مخ یوسي: «په دولتي ادارو کې که د ټیکنالوژۍ برخه شل سلنه کارکوونکي پاتې وي، نو ټول لرې کړل شوې دي.»

د پوهنتونو یو شمېر استادان وایي، طالبانو په نورو حکومتي بنسټونو کې د کسانو لرې کولو او مقرریو ترڅنګ د هېواد په علمي او اکاډمیکو ادارو کې هم لاسوهنې پیل کړي چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په ګډون د دولتي پوهنتونونو رئیسان یې لرې کړي او د مسلکي کسانو پر ځای یې ملایان مقرر کړي او دغه راز په پوهنتونو کې یو شمېر نورو محدودیتونو ځینې استادان اړ کړي چې دندې خوشي کړي او هېواد څخه ووځي.

یوازې جرمني هېواد له لورې د کابل پوهنتون، کندهار پوهنتون، د ننګرهار پوهنتون، د شیخ زاید پوهنتون،هرات پوهنتون او بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنځیو کابو سل تنه هغه استادان چې په جرمني کې یې ماسټرۍ کړې وې، د خپلو کورنیو سره جرمني ته رسیدلي دي.

د کابل پوهنتون یو استاد چې جرمني ته راغلی او کورنۍ ته یې د امنیتي ګواښ له امله نه غواړي نوم یې نشر شي دویچه ویله ته وویل، طالبانو تر سخت فشار لاندې نیولي و، تحصیل یې بې ارزښته بلل کیدو او دغه راز یې د خبرو او مسلکي نظر شریکولو ازادي نه لرله: «تر ټولو لومړی موږ ازادي له لاسه ورکړه، موږ په پوهنتونو کې داسې وو، لکه زنداني. یوازې په پلچرخي زندان کې بندیدل کیدل بنديتوب نه دی. موږ د نظر حق نه درلود، موږ منتق نه شو ویلی او موږ علمي منتقي نظر نه شو شریکولی. تحصیل او مسلک ته مو ارزښت نه راکول کیده او غږ مو نه اوریدل کیده.  دا تر ټولو غټه سزا ده چې موږ ته راوکول کیده. موږ مجبوره شولو چې وطن پریږدو. دا اسانه پریکړه نه وه او تر اوسه هم نه ده.»

هغه زياته کړه: «د کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو د اقتصاد پوهنځیو سل استادان المان ته راغلي دي. ټولو یې ماسټري کړي او یو تعدات یې دوکتورا کوله او یا کړې وه. د کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو د عامه ادارې او کمپیوټر ساینس پوهنځیو استادن چې په المان کې یې ماسټري کړې وه هغوی  المان ته راغلي. د ښکلو هنرونو پوهنځي فوق العاده استادان فرانسې او المان ته راغلې دي. د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ۴۰ استادان لرل چې ماسټران او ځينې دوکتوران ول، ۲۴ کسانو یې وطن پريښی دی.»

له افغانستان څخه د مسلکي کسانو په وتلو سره ځيني ادارې له سختو ستونزو سره مخامخ دي. هغه افغانان چي الکترونيکي تذکرې نه لري او د ورځنيو چارو له پاره اړتيا ورته لري تر اوسه پوري يې په اخيستلو نه دي توانيدلي.

ویل کیږي چې اوس طالبان د ټیکنالوژۍ، هوایي چلند، برېښنا، د بندونو جوړولو انجینرانو او یو شمېر نورو برخو کې د مسلکي کسانو له جدي ستوونزې سره مخامخ دي.

د کابل اوسیدونکی ذبیح الله دویچه ویله ته وویل چې الکترونیکي تذکرې ته یې غوښتنلیک ورکړی وو خو تذکرې یې تر دوو میاشتو وخت ونیو: «ما الکترونیکي تذکره جوړوله او کورنۍ ته مې هم تذکرې جوړولې، بایومیتریک مې وکړ، خو تذکره مې پسې ورکه ورکه وه، اخر مې چې پوښتنه وکړه، وایي څه تخنیکي ستوونزه ده. فکر کوم کارکوونکي یې نوي دي. هلته تذکرو یو مسؤل هم راته وویل چې ځينې تخنیکي کسان مو نوي او سیستم سره بلد نه دي.»

Deutschland Ramstein Airbase | Flüchtende aus Afghanistan
انځور: Andreas Rentz/Getty Images

څیړونکي او د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد پوهاند ودیر صافي دویچه ویله ته وویل، د هېواده د مسلکي کسانو وتل هېواد تیارو ته بیایي او افغانستان څو نسلونه شا ته وړل کیږي: «طالبان دې د خوندیتوب او امنیت ډاډ ورکړي. طالبان که پاتې خلک په ښه چلند، په افهام او تفهیم باندې ونه ساتي او هغوی ته چې تللي دي د بیرته راتګ لاره ورته هواره نه کړي، بیا به مو یو نسل او دوه نسل دا وطن شا ته پاتې کیږي، دا چې بیا اولادونه روزل کیږي او رسیږي، دا کلونه وخت نیسي، دا د یوې ورځې کار نه دی.»

خو طالبان وايي چې دوی له هيواد څخه وتلو افغانانو د بيرته راغوښتلو په موخه د افغان شخصیتونو سره د اړیکو په نوم یو کمېسیون جوړ کړی چې له هېواده تللې افغانان ورغواړي.

د دغه کمېسیون ویاند احمد الله وثیق دویچه ویله ته وویل، تر اوسه لسګونه مسلکي خلک چې له هېواده وتلې ول، د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په هڅو راستانه شوې دي، خو د کره شمېر په اړه یې څه ونه ويل: «په دغو کسانو کې چې د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لورې راغلې دي، ګڼ شمېر مسلکي کسان پکې دي چې د ټیکنالوژۍ په برخه کې، د داخله وزارت پولیسو په برخه کې، دغه راز د بریښنا په برخه کې، ډاکټران، انجینران او ګڼ شمېر کسان راغلې دي، د دوی نظرونه او مشورې اخیستل شوې دي.»

وثیق وایي، افغانستان ته راستانه شویو مسلکي کسانو ته یې تر اوسه دندې نه دي ورکړي، خو طالب مشران په دې اړه فکر کوي چې هېواد ته رارسیدونکي کسان چیرته په دندو وګماري.

فریدالله ظاهر