1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د توپ اچوونکو تازه درجه‌بندي؛ راشد پنځم او مجیب ۱۱ ځای لري

۱۴۰۲ دی ۱۴, پنجشنبه

د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچوونکي؛ راشد خان پنځم او مجیب ۱۱ مقام کې دي

https://p.dw.com/p/4ar9f
Cricket Afghanistan Rashid Khan
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

د کریکټ نړیوالې شورا نن پنجشنبه د نارینه او ښځینه ټسټ او شل اوریزو لوبو د غوره توپ اچووونکیو او توپ وهونکیو درجه بندۍ اعلان کړي دي. د شل اوریز کریکټ د یوولسو غوره توپ اچووونکیو په دې تازه نوملړ کې درې افغان لوبغاړي راشدخان، فضل حق فاروقي او مجیب الرحمان هم د غوره بالرانو په نوملړ کې راغلي دي.

دې درجه بندۍ کې افغان کریکټ لوبغاړی راشدخان پر پنځم مقام راغلی دی. د شل اوریزو لوبو په دې غوره توپ اچووونکیو کې د انګلستان عادل رشید لومړی، د هند راوي بیشنوی دویم، د بنګله دېش عاقل حسین دریم او د شري‌لنکا ونیندو هسرنګا څلورم مقام خپل کړی دی.

دغه راز، له راشد خان وروسته په ترتیب سره د د شري لنکا مهیش تیکشانا، د افغانستان فضل حق فاروقي، د استرالیا میچل سانتنر، د سویلي افریقا تبریز شمسي، د انګلستان ریچي ټاپلي او د افغانستان مجیب الرحمان پر شپږم، اوم، اتم، نهم، لسم او یوولسم مقام راغلي دي. هاخوا بیا د ټسټ لوبو په درجه بندۍ کې هېڅ افغان لوبغاړی نه دی راغلی.