د سږنيو المپيک لوبو کوربه هېواد وپېژنئ!
د اګست په پنځمه د المپيک دوبنۍ لوبې د برازيل په ريو دې ژانېرو ښار کې پيليږي. دغه ستر هېواد ډېرو مېلمنو ته سترګې په لار دی. په دغه ګالرۍ کې د برازيل تر ټولو ښايسته ځايونه ليدلی شئ.
د ريو دې ژانېرو ښايسته ښار
دغه ښار د کوپاکابانا او ايپانېما په نوم د سمندر دوې غاړې لري. د برازيل دغه دويم لوی ښار څه باندې شپږ ميليونه اوسېدونکي لري. په دغه ښار کې د ټولې نړۍ خلک له لمر، ساحل او اوبو څخه خوند اخلي.
د ګوانابارا خليج
د لمر پرېواته پر مهال د ريو دې ژانېرو مخکې پراته ټاپوګان، خليج او سترې ډبرې ډېرې ښايسته ښکاري. د انځور په منځ کې د بورې د خولۍ په نوم د ريو اصلي نخښه، يعنې يوه ستره غونډۍ، وينئ.
د ځوړنده برقي ګاډي په مرسته د بورې د خولۍ په لور
د بورې خولۍ په نوم غونډۍ د ريو د ليدلو وړ يو ځای دی. له ۱۹۱۳ کلا راهيسې يو برقي ګاډی سيلانيان د ريو غرونو ته خېژوي. دغه ګاډي ګرد چاپېره کړکۍ لري. په پښو ختل خورا ستونزمن کار دی.
د «کريسو رېدېنتور» په نوم د ريو اصلي نخښه
د بورې د خولۍ مقابل لور ته د ريو اصلي نخښه ولاړه ده، هغه د حضرت عيسی ع مجسمه ده چې کريستو رېدېنتور يې بولي. هغه دېرش متره لوړه ده او ۱۱۴۵ ټنه وزن لري. دغې غونډۍ ته هره ورځ کابو ۴۰۰۰ سيلانيان ورخيژي.
د ريو بل مخ، يعنې فاوېلا
څه باندې شپږ ميليونه انسانان په ريو کې ژوند کوي. هر پنځم وګړی په «فاوېلا» نومو کنډوالو کې ژوند کوي. د ريو د غونډيو په اوږدو کې پراته دغه غريبانه کورونه د سيلانيانو د سيل ځای نه دی.
ټول هېواد کارنيوال لمانځي
د کال تر ټولو مهم جشن کارنيوال نوميږي. ځايي اوسېدونکي او سيلانيان يې په ګډه لمانځي. په ريو دې ژانېرو ښار کې د «سمبا» نڅا ښوونځي يو د بل سره رقابت کوي، چې عام خلک يې په چک چکو بدرګه کوي.
د ايګواڅو جړوبی يا ابشار
د ارجنتاين له پولې سره څېرمه د ايګواڅو په نوم جړوبي يا ابشارونه پراته دي. دا د ۲،۷ کيلومترو په اوږدو ۲۷۵ پر له بسې ابشارونه دي، چې د نړۍ تر ټولو ستر جړوبي بلل کيږي.
د لېنسويس ماران هېنسيس ملي پارک
په حاروي هېواد برازيل کې دغه ننداره څه عجيبه غوندې برېښي: په زرونو د شګو او رېګو غونډۍ چې د خوږو اوبو جهيلونه يې په منځ کې پراته دي. دغه سيمه د برازيل په هېواد کې د مارانهاو په نوم آيالت کې پرته ده.
د آمازون په نوم حاروي سيند
د ځمکې د کرې د پاسه تر ټولو ستر اوبه لرونکی سيند آمازون نوميږي. هغه د تر ټولو ستر باراني ځنګله څه تېريږي. دغې سيمې ته تل ډېر زيات سيلانيان ورمات وي.
د ځنګله پلازمېنه ماناوس
د ځنګل په زړه کې د رود او سيند پر غاړه اوپرا هم شته. د آمازون د آيالت په پلازمېنه ماناوس کې دا هر څه ممکن دي. د آمازون تياتر په ۱۸۹۶ کال کې جوړ شو.
په شمال ختيځ کې د استعمار د وخت مهندسي
د برازيل شمال ختيځ ته يوازې لږ سيلانيان ورځي. له دې کبله د اوليندا په نوم ځای يوه پټه ملغلره ده. دغه سيمه د ۱۹۸۲ کال راهيسې د يونسکو له خوا د کلتور په نړيوال ميراث کې راغلې ده.
په سلوادور دا باهيا کې د افريقا ميراث ژوندی دی
دا د پرتګال د استعمار د وخت پلازمېنه وه چې غلامان په پکې پلورل کېدل. د برازيل افريقايي رېښې په سلوادور دا باهيا کې ډېر ښه ليدل کېدای شي. د کاپوېرا په نوم نڅا او ځايي ډولونه ډېر شهرت لري.
د برازيل اصلي پلازمېنه: برازيليا
برازيل د خپل تاريخ په اوږدو کې درې پلازمېنې درلودلې: لومړی سلوادور دا باهيا، بيا ريو دې ژانېرو او د ۱۹۶۰ کال راهيسې برازيليا. هغه د نړۍ تر ټولو ستر مصنوعي ښار دی. هغه په ۱۹۵۰ مو کلونو کې د مهندس، اوسکار نيدرماير، او د ښارونو د طراح، لوسيو کوستا، د پلانونو پر بنسټ جوړ شو چې اوس د يونسکو په فهرست کې قرار لري.