د سوریې پوځ غواړي ادلیب ونیسي
۱۳۹۷ شهریور ۸, پنجشنبهد سوریې حکومت ته د نزدې کړیو په حواله ویل شوي دي چې د دغه هیواد پوځ په شمال کې پروت د ادلیب پر وړاندې د عملیاتو له پاره په تدریجي ډول چمتووالی نیسي. د یوه سیمه ایز اتحاد استازي چې د بشارالاسد د ځواکونو په ملاتړ جنګیږي ویلي دي چې په پام کې ده د یاغیانو تر کنترول لاندې وروستیو سیمو باندې له سویل او لویدیځ اړخه برید وشي. زیاته شوې ده په لومړي سر کې په خپله د ادلیب پر ښار باندې حمله نه کیږي.
تر دې دمخه روسیې چې د بشارالاسد یو له مهمو متحدینو څخه دی د یاغیانو پر وړاندې خپل ګواښونه ډیر کړي. د مدیترانې سمندرګې په ختیځ کې د روسي سمندري ځواکونو د شمیر لوړولو سربیره، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د یاغیانو تر کنترول لاندې دغه وروستۍ سیمه د «ناسور زخم» په توګه یاده کړې چې په وینا یې باید پاکه کړای شي. هغه ادلیب په سوریه کې د ترور د ودې د وروستۍ ځالې په توګه یاد کړې وو.
لاوروف په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي چې افراطیان په ادلیب کې له ملکي کسانو څخه د انساني سپر په توګه استفاده کوي او د هغو یاغي ډلو چې د خبرو اترو اراده لري له حکومت سره د ډیالوګ مخه نیسي.
د تیښتې د نوې څپې اندیښنه
د ایزوستیا، په نوم د روسۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، روسیې په ۲۰۱۵م کال کې د سوریې په جګړه کې د بشارالاسد په ملاتړ له مداخلې راهیسې په مدیترانه سمندرګي کې اوس خپل حضور ډیر پیاوړی کړی دی. په وروستیو کې اوونیو کې د سوریې د ځواکونو له لوري د یاغیانو تر کنترول لاندې وروستیو سیمو کې د یوه احتمالي برید نخښې نښانې ډیرې شوي دي.
د بیلا بیلو سیاسي جریانونو په زرونو یاغیان او ډیر شمیر تندلاري افراطیان د سوریې په بیلا بیلو سیمو کې د ماتې خوړولو وروسته ادلیب ولایت ته لیږدول شوي وو.
ملګري ملتونه اندیښنه څرګندوي چې پوځي عملیات ښایي د خلکو د تیښتې د یوې نوې څپې سبب شي او په خبره يي ښایي ۲،۵ میلیونه انسانان د ترکیې د پولي پر لور تیښته وکړي.
زموږ له آرشیف څخه: