د سوریې او اوکراين پر کړکيچ د ميرکل او پوټين خبرې
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهد ۲۰۱۵م کال په پای کې د آلمان د پارلمان غړو يو بريښنا ليک ترلاسه کړ چې داسې بريښيدل د ملګرو ملتونو له خوا ورته استول شوې وي. دوی دغه بريښنا ليک پرانيست او له دې سره يو انترني وایروس د پارلمان د غړو کمپيوترو ته داخل شو او بيا څو اوونۍ دغلته پاتی شو او څو ګيګا بايټ محرم معلومات یې ترلاسه کړل.
دې يو څه دوام وکړ تر څو دا خرابي له منځه يوړله شي او دې لا پسې نور دوام وکړ څو په دې اړه په عامه توګه بحث وشي. ځکه دا کار ډير د شرم وړ وو: نن موږ پوهيږو چې د آلمان پارلمان د روسیې له خوا د يوې سايبري بريد هدف ګرځيدلی وو. دغه سوفت وير د يوې داسې مرجع له خوا استول شوی وو چې د آلمان د امنيتي ادارو له خوا د «يوه پرمخ تللي، دوامداره ګواښ» په توګه نومول شوې وه.
د آلمان پارلمان ـ د سايبيري بريد هدف
په داسې حال کې چې دا ځل د آلمان څخه او د آلمان په اړه د معلوماتو ترلاسه کول هدف وو، د ۲۰۱۶م کال په جنورۍ مياشت کې بيا قضيه بل ډول وه. دا ځل د آلمان په اړه ناسم معلومات خپاره شوي ول. دا د «لیزا په نوم» د يوې انجلې قضيه وه. نوموړې په خټه روسیۍ انجلۍ په برلين کې يوه شپه له کوره تللې وه او د يوه دوست کره یې شپه تيرې کړې وه. د روسیې رسنيو داسې خبرونه خپاره کړل چې دا د يوه عرب مهاجر له خوا تښتول شوې او جنسي تیری ورباندې شوی دی. روسي الاصله آلمانانو د دې پر ضد مظاهرې وکړې. د قضیې تر روښانه کيدو وروسته هم د روسیې د بهرنيو چارو وزیر سرګې لاوروف آلماني چارواکي ملامت کړل.
آلمان د روسیې له خوا هدف وګرځيد
دې دوو مثالونو وښووله چې آلمان په روسيه کې څومره مهم رول لوبوي. په ريګا کې د ناټو د اطلاعاتو د ستراتيژيک مرکز مشر جانس ستارز، وويل چې د دې دليل ډير ساده دی: آلمان د اروپا يو مخکښه ځواک دی.
ده زياته کړه: «آلمان د خپل دې نقش سره د دې تضمين کوي چې اروپا په خپل همدې شکل پاته شي.»
دی زياتوي چې يوه قوي اروپا د مسکو د حکومت له نظره د روسیې دريځ کمروزی کوي. ستازر مخکې وايي چې يو بل دليل دا دی چې آلمان به هيڅکله د دې اجازه ور نه کړي چې روسيه تر اوکراين وروسته نورې سيمې الحاق کړي.
دا له تيرو دوو کالو راهيسې لومړی ځل دی چې د آلمان صدر اعظمه انګلا ميرکل له ولسمشر پوټين سره د روسیې په خاوره کې ويني. د دوی د خبرو اترو موضوع د اوکراين کړکيچ او په هامبورګ کې د شلو صنعتي هيوادونو
(G20) غونډه ده. ښايي په اجنډا کې په آلمان کې پر عامه رای د اغيز د روسیې هڅې هم شاملې وي.
خو د روسیې له پاره د آلمان حکومت د ځانګړي استازي ګيموت ایرلر، د اټکل له مخې به د انګلا ميرکل پيغام ډير واضح وي: «دا د منلو نه ده چې په دې توګه د يوه بل هيواد په چارو کې مداخله وکړله شي، د غير قانوني او يا سايبري بريدونو له لارې. زما په آند د روسیې مشرتابه په دې پوهیږي چې دا هڅې که چيرې رښتيا شوي وي او يا ترې ملاتړ شوي وي، د آلمان او روسیې د اړيکو له پاره څه معنا لري.»
د آلمان د ديالوګ هيلې
آلمان له روسیې سره ښو اړيکو ته ډير ارزښت ورکوي. روسیې ته د صدراعظمې ميرکل د سفر له مخه د حکومت وياند سټيفن سايبرت، وويل چې د آلمان د حکومت هدف دا دې چې روسیې سره د امکان تر حده «يوه رغنده حل» ته ورسيږي. دا چې دا کار په اوسني ستونزمن وخت کې لومړيتوب لري، د آلمان د بهرني سياست د آلمانۍ ټولنې د روسیې د چارو کارپوه سټيفان مايستر، پرې هم ټينګار کوي.
دی وايي: «انګلا ميرکل يوازینی کس نه دی چې روسیې ته سفر کوي. د بهرنيو چارو وزیر هم له روسي چارواکو سره ملاقاتونه کړي او ولسمشر هم دا په نظر کې لري. ماته داسې بریښي چې دمګړۍ له روسیې سره د خبرو اترو او ديالوګ د ترسره کولو له پاره هلې ځلې رواني دي.»
بل پلوه بيا د روسیې له پاره د هيواد بهرني سياست ته وزن او پراختيا ورکول د اجنډا په سر کې قرار لري. په برلين کې د علم او سياست د موسسې د ختيځې اروپا کارپوهه سبينه فيشر، هم ليکي چې روسيه د «بحران د يوه کمروزي سمت ښوونکي» څخه پر «يوه فعال طراح» بدله شوې ده. فيشر زياتوي چې د اوکراين او همدا راز د سوریې په کړکيچ کې دا خبره روښانه شوه.
د آلمان د حکومت وياند بيا وايي چې د آلمان له نظره د روسیې له خوا د کريميا د نيمه ټاپو الحاق او د اوکراين د ختيځ بې ثباتي، هغه دوه موضوګانې دي چې د روسیې سره يې اړيکې خرابوي.
فيشر زياتوي چې په اروپا کې د اغيز د ترلاسه کولو او په نړيواله توګه د خپل ځواک د ښوولو په موخه د مسکو حکومت په شعوري توګه له کړکيچونه استعفاده کړې او يا یې حتی پراخه کړي دي.