سوريايي مهاجر په بدن د ټپونو لرلو سربيره، د جګړو څخه ډيرې ترخې او نه هيريدونکې خاطرې هم لري. د ملګرو ملتونو سازمان په حواله، له دوی څخه ۸۰ زرو يې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي دي. په دغو مهاجرو کې يوه هم ماجده العمر ده چې په جګړو کې يې يوه پښه له لاسه ورکړې ده.