د سعودي شازادګۍ په تعلیقي حبس محکومه شوه
۱۳۹۸ شهریور ۲۲, جمعهد سعودي عربستان شازادګي حصه بنت سلمان د پنجشنبې په ورځ د فرانسې د يوې محکمې له خوا د یوه نل دوان د وهلو په قضیه کې ګرمه وګڼل شوه. محکمې د دې نل دوان د برمته کولو د امر کولو او پر هغه باندې د برید په قضیه کې د شازادګۍ د نقش له کبله هغې ته دغه سزا واوروله.
د سعودي عربستان د پاچا دغه لور د محکمې په جریان کې حاضره نه وه. خو محکمې هغۍ ته د لسو میاشتو تعلیقي زندان سزا او ۱۰ زرو یورو جریمه، ورکړه. تر دې مخکې څارنوالانو شازادګۍ ته د شپږ میاشتني تعلیقي بند او۵۰۰۰ یورو جریمې غوښتنه کړې وه.
څارنوالانو پر دغې ۴۳ کلنې شازادګۍ باندې تور لګولی دی چې خپلو ساتونکو ته یې په ۲۰۱۶م کال کې د یوه نلدوان د وهولو امر کړی دی. شازادګۍ تر هغه وروسته چې دغه کس یې پر خپل تلیفون د انځورونو د اخیستل په حال کې ولید، نو د هغه د وهلو امر یې وکړ.
ساتونکي د شازادګۍ په امر د نلدوان لاسونه تړلي ول، هغه یې په سوکانو او لغتو وهلی، او بیا یې د شازادګۍ د پښو مچولو ته اړ کړی وو. دغه نل دوان اشرف عید، نومیده چې څیړونکی ته یې ویلي دي چې انځورونو یې په تشناب کې د پیپونو اخیستل چې کار یې سم پر مخ ولاړ.
ویل شوي دي چې د عید د وهلو پر مهال، شازادګي ویل: «ته به وویني چې له شازادګۍ او شاهي کورنۍ سره څرنګه خبرې وکړې.»
عید ادعا کوي چې څوساعته د شازادګۍ په کور کې ساتل شوی وو او تر آزادولو مخکې یې تلیفون هم مات کړل شوی وو. هغه زیاته کړې ده چې په یوه مرحله کې یې د شازدګۍ غږ واورید چې وایي: «دا سپی ووژنۍ. هغه د ژوندي پاتېدو لايق نه دی.»
شازادګۍ دغه تورونه ردوي او وکیل یې ادعا کوي چې دغه محکمه او هر څه د ناسمو معلوماتو پر اساس روانه ده. شازادګۍ تر دې پیښې وروسته له فرانسې وتلې او تر اوسه پورې بیرته دې هیواد ته نه ده ستنه شوې. ساتونکي یې بیا د محکمې پر مهال حاضر ول چې ورته د اتو میاشتو تعلیقي زندان او ۵۰۰۰ یورو جریمه ورکړل شوې.
(ms/nz (Reuters,afp