د راتلونکي وخت هغه ښارونه چې پر پرمختللې تکنالوژۍ به سمبال وي
اوسمهال پر موجودو ښارونو د فشار د کمولو په موخه نوي ښارونه پلان شوي دي. دغه ښارونه بايد د کار او هستوگنې زمينه هم برابره کړي خو په عين حال کې چاپيريال ته زيان رسونکي هم بايد نه اوسي. آيا دا يو حقيقي هدف دی؟
نيوم ـ د راتلونکي وخت صحرا
که چيرې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان خپل مرام ته رسيږي نو د «نيوم» په نوم پلان شوی نوی ښار به د نړۍ تر ټولو خوندي او پرمختللی ښار وي. دی غواړي د سره سمندرگي په غاړه پر دې نوي اقتصادي مرکز ۵۰۰ میليون امريکايي ډالر مصرف کړي. د دې په ډيرې عصري تکنالوژۍ د سمبال ښار د جوړولو موخه د ځوانانو له پاره د کار ځايونو رامنځته کول دي.
مصدر سيټي: زرغون خو خالي ښار
مصدر سيتي په متحده عربي اماراتو کې يو ډير عصري او چاپيريال دوست ښار دی چې د پلان له مخې بايد په ۲۰۱۶م کال کې بشپړ شوی وای. خو «پرانيستل» یې د گلخانه اي گازو څخه په بشپړه توگه د پاکوالي هدف ته د نه رسيدو له کبله وځنډيدل. په پام کې ده چې دغه ښار به په ۲۰۳۰م کال کې د اوسيدو جوگه شي.
د مغلستان یا منګولیا مايدار ښار
دود او ترافيک د مغلستان پلازمينه اولان بادار گواښي. د ښار په جنوب کې د مايدار په نوم يو نوی ښار پر پلازمينه د فشار د کمولو په موخه آباديږي. د آلمان د کولن ښار د منهدس شتيفان شمتز د پلان په حواله به کابو ۳۰۰ زره کسان دلته په يوه داسې چابيريال کې ژوند وکړي چې اقليم ته به هيڅ زيان نه رسوي.
د لینگنګ ښار
په پام کې ده چې شنگهايي ته څيرمه د لینګنګ نوی ښار به يو ستر اقتصادي مرکز وي. دا ښار چې د هامبورگ د«Gerkan, Marg & Partners» په نامه د مهندسانو د ډلې له خوا ډيزاين شوی، کابو ۸۰۰ زرو کسانو ته به د اوسيدو زمينه برابره کړي. دې خلکو ته به کار د يوه ډير عصري څيړنيز مرکز، د يوشگان د بندر او آزاد تجارت د ساحې په رامنځته کولو سره ورکول کيږي.
د جنوبي کوريا سونگدو ښار
په بحر کې کابو ۶ مربع کيلومتره ساحه د جنوبي کوريا د سونگدو ښار د جوړولو له پاره چمتو کړل شوی چې په پام کې ده د نړۍ تر ټولو ځيرک ښار شي. دلته لا ترمخه کابو ۱۰۰ زره انسانان ژوند کوي چې زياتره یې ډير شتمن دي. له ترافيکو تر پوليسو او بيا تر شخصي کورونو هر څه په ديجيتالي توگه وصل دي او کمرې او سانسورونه پکښې نصب شوي دي.
د نايجيريا منهتن
د لاگوس په شا او خوا کې د يوه شاندار مالي مرکز له پاره چمتوالی نيول کيږي چې کابو ۲۵۰ زره کسان به پکښې ژوند کوي. د اتلانتيک په دې چاپيريال دوست ښار کې به مغازې، د تفريح ساحلي سيمه او لوړ پوړې ودانۍ جوړې شي. دا سيمه به د نايجيريا د شتمن قشر د اوسيدو ځای وي.
بيلمونت: د بل گيتس پروژه
د مايکروسافت د انټرنټ پاڼې په وینا د مایکرو سافت بنسټ ايښودونکی د امريکا متحده ايالاتو په اریزونا کې د بيلمونت د ځيرک ښار د پروژې تر شا ولاړ دی. داسې هیله کیږي چې له مرکز فيونکس څخه د کابو ۷۰ کيلومترو په واټن کې پروت دا ښار به شا او خوا ۲۰۰ زره انسانانو ته د ژوند زمينه برابره کړي.
په کاناډا کې د گوگل ښارگوټي
د الفانت نړيوال شرکت چې د گوگل شرکت یې يوه څانگه ده، په کاناډا کې د يوه نوي ښارگوټي د جوړولو پلان لري. په ديجيتالي توگه وصل دغه ښار کې به یو وخت کابو ۱۰ زره تنه ژوند وکولای شي.