د دونالد ترمپ د ژوند ښځې
د امريکا ولسمشرۍ ته بریالی کاندید دونالد ترمپ چې له بارک اوباما څخه به د ولسمشرۍ واک ورسپارل کيږي، په خپل تير ژوند کې د مينې او یارانې ډیر سرګذشتونه لري. د نوموړي د ژوند د ښځو او کورنۍ انځوريز رپوټ دلته کتلای شئ:
دونالد ترامپ خپلو سيالانو ته تر ماتې ورکولو وروسته، د امريکا متحده ايالتونو په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند رسمي کانديد وګرځيد. ترامپ چې د امريکا یو ناندريز ميلياردر دی، تر دې مخکې يې د لوړو ژورو ډګ مينه ناک ژوند لری دی.
په امريکا کې ولسمشرۍ لپاره ډیر لږ کانديدان داسې دي چې د خپل ګوند د غړو په منځ، ټولنه او حتې له هيواده بهر دې داسې جنجالي او ناندريز وي.( انځور: د ویسکانسن ايالت یو استاځي په کليولند کې د جمهوري غوښتونکو په کنګره کې د دونالد ترامپ له کانديداتورۍ څخه خپل مخالفت په ډاګه کړ).
دونالد ترامپ د ۱۹۴۶ کال د جون په ۱۴ مه نيويارک کې وزيږيد. هغه د فدريک ترامپ او مري آن مک لئود په پنځو اولادونو کې څلورم زوې دی. پلار ته یې د ميليونو ډالرو دارايي، د هستوګنځايونو د کاروبار له بابته ترلاسه شوي دي. ترامپ هم د خپل پلار لاره تعقیب کړه، حتې د پوهنتون په دوره کي یې د پلار په پيسو کورنو اخیستل او پلورل. په ۱۹۷۴ کې د لوړو زدکړو تر پاي ته رسيدو وروسته یې د پلار شرکت مسئوليت پر غاړه واخیست.
د ترامپ لمړنۍ ښځه چکي ماډله ایوانا مری زلنیچکوا وه. دواړو په ۱۹۷۷ کال کې واده وکړ. ترامپ له دغه واده څخه دوه زامن او يوه لور لري.
د هغه مشر زوی دونالد ترامپ يونيور دی. دی ۳۸ کاله عمر لري او د دونالد ترامپ د سوداګريز شرکت معاون دی. انځور کې يونيور د خپلې ميرمنۍ وانسا سره.
ایوانکا ترامپ، د دونالد ترامپ ۳۴ کلنه لور ده. دا ترڅنګ د دې چې د پلار په سوداګريز شرکت کې معاونه ده، د بوټونو د خرڅلاو په برخه کې هم فعاله ده.
ايوانکا ترامپ له جارد کوشنر سره چې ۳۵ کاله عمر لري واده کړی دی. دغه ميرمن نه یوازې د کورنو په تجارت کې فعاله ده، بلکه د يوې ورځپاڼې د امتياز خاونده هم ده.
له ايوانا مري زلنيچکو څخه د دونالد ترامپ وروستی اولاد د هغه ۲۳ کلن زوی اریک ترامپ دی. دی هم تر څنګ د دې چې د پلار په سوداګريز شرکت کې معاون دی، د ترامپ د هوټلونو رئیس هم دی.
وروسته له هغې چې ترامپ له خپلې لمړنۍ ميرمنۍ څخه جلا شو له مارلا ماپلس سره یې واده وکړ. (له ۱۹۹۳ تر ۱۹۹). مارلا ماپلس چې یوه سندرغاړې وه له ترامپ څخه یې ۱۷ کاله کم عمر لرود.
ترامپ له مارلا ماپلس څخه یوه لور لري چې تیفانی نوميږي. نوموړې د مدلينګ او سندرو ویلو په برخه کې فعاله ده او روان کال له پوهنتون څخه فارغيږی. تیفانی د پلار په سوداګريز سيستم کې ځای نلري او د هغه تر نوماند کيډو د مخه، له خپلې مور سره په کالفورنيا کې اوسيده.
دونالد ترامپ له مار لا ماپلس څخه تر جلا کیدو وروسته، د يو لنډ وخت لپاره د کار لا بروني سره ملګرتيا لرله. هغې له ترامپ څخه تر جلا کيدو وروسته د نیکلا سارکوزي سره واده وکړ، چې بيا د فرانسې ولسمشر شو.
دونالد ترامپ له خپلې دويمې ميرمنۍ سره تر جلا کيدو وروسته، په ۲۰۰۵ کال کې له سلوانۍ ماډلې، ملانیا کناوس سره واده وکړ.
اوس د ترامپ لمسی او د هغه کشری ځوی «بارون ویليام» سره تقريباً همځولي دي. ویليام چې اوس ښوونځي وايي، له ملانیا سره د ترامپ د واده حاصل دی. ترامپ د اتو لمسيانو نيکه دی.
ترامپ د کورنو، هوټلونو او قمارخانو شرکتونو ترڅنګ، تر ۲۰۱۵ کاله پورې د «ان بي سي یونيورسل» رسنۍ سره په ګډه، د نړۍ د ښکلا ملکې د سياليو پروسې اختيار هم په لاس کې لرود.
ټولې هغه ښکلې ښځې چې تر تيرو کلونو پورې دونالد ترامپ سره په يوه لاره تللې، اوس، په ځانکړې توکه د انتخاباتو پر وخت ترامپ لپاره د سترو ستونزو لامل شوې. په ټولو نظرسنجيو کې په ډيره سلنه کې ثابته شوه چې ترامپ د «ښځو ښه نه راځي». په امريکا کې د رايو اکثريت ښځي تشکيلوي چې دغه رايې د هغه سيالې، هيرې کلينټن ته کارول شوي دي.