د دوبي په رخصتيو کې به د سياحت څه حال وي؟
په اروپا کې د کرونا وبا له امله محدويتونه لا دوام لري. په داسې وضعيت کې به په دوبي کې د سياحت څه حال وي؟ د انځورونو په دې ګالرۍ کې ووينئ چې د ۲۰۲۱م کال د اوړي رخصتۍ څرنګه تیرولی شئ:
د ټکټ د منسوخولو آسانتيا
دا روښانه ده چې کرونا د واکسين تر تطبيقيدو پورې د پخوا په څېر سفرونه نه شي کيدلی خو د هسپانيې او يونان په ښایسته سيمو کې د رخصتۍ د تیرولو له پاره د ټکټونو اخيستل او د ځايونو ريزرو کول ادامه لري. د دې يو دليل دا دی چې مسافرتي آژانسونو دا آسانتيا رامنځته کړې چې پر سفر د بندیز په صورت کې به خلک وکولی شي په وړيا توګه خپل ټکټ منسوخ کړي.
له اوږدو سفرونو ډډه کول
د آلمان د مسافرتي ټولنې په حواله سږ کال د عیسويانو د ايستر اختر پر وخت د سياحت ته د لیوالتیا د کمیدو امکان ډېر دی خو د مي مياشتې له وروستيو ورځو نيولې بيا د دوبي تر پېل پورې د ټکنونو په رانیولو کې زياتوالی ليدل کيږي. خو زياتره آلمانان نورو هېوادونو ته يا د اوږدو سفرونو له پاره د ټکنونو په رانیولو کې زړه نا زړه دي.
د سمندر غاړه
د دې ډېر امکان ليدل کیږي چې سږ کال به ډېر سيلانيان د سمندرونو ساحلونو ته مخه کوي. داسې انګیرل کيږي چې د نړيوالې وبا له کبله به په ساحلونو کې حفاظتي تدابير په نظر کې ونیول شي. له همدې کبله ډېری کسان د سفر له پاره لا نهایي بُکنګ نه کوي.
د قرنطين سره مل سياحت
د ډيرو له پاره دا خبره روښانه نه ده چې آيا سږ کال به د دوبي په رخصتيو کې د نړيوالو سفرونو اجازه وي او که نه؟ او که اجازه وي نو پر کومو شرائطو؟ دا به په دې پورې اړه ولري چې په يوه هېواد کې د کرونا د مريضانو شمير څومره دی؟ همدا راز په سيمه ایزه کچه واکسين ته لاس رسی او د سفر څخه د راستنيدو پر وخت د قرنطين شرائط هم په نظر کې نيول کيږي.
د سيمه ایز سیاحت وده
د يوې نظر پوښتنې په حواله به سږ کال د سيلانيانو زيات شمير د نړيوالو سفرونو پر ځای په خپلو هېوادونو کې په موجودو سياحتي ځايونو کې رخصتۍ تیرولو ته لومړيتوب ورکړي. په آلمان کې د دوبي د رخصتيو تیرولو له پاره کابو ۶۰ سلنه کورونه لا دمخه ريزرو شوي دي.
طبيعت ته نزدې
که لندن، پاريس، برلين او که نيويارک وي، د ټولې نړۍ سيلانيان په عمومي توګه غواړي د سترو ښارونو سېل وکړي. خو د کرونا د نړيوالې وبا تر خپريدو وروسته د ۲۰۲۰م کال په دوبي کې وليدل شول چې خلک د غرنيو او کليوالو سيمو سياحت ته ډېر ليوال دي. په اروپا کې سږ کال هڅه کيږي چې د سياحت په سيمو کې د سيالانيانو شمیر محدود کړل شي.
چاپيريال ته زيان نه رسوونکی سياحت
غره ختنه، بايسکل ځعلونه او يا کیمپنګ؟ ستاسې يې کوم يو خوښ دی؟ نن سبا د چاپيريال سره سمون لرونکي سياحت ته تمايل د زياتيدو په حال کې دی. د ځوانو سيلانيانو ډېر شمير یې د ګران بيه او شاندارو هوټلونو پر ځای د رخصتۍ له پاره د اوسيدنې کوچني کورونه په کرایه نيسي او يا هم کيمپنګ کوي.