1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د دمشق هوايي ډګر د اسرائيل تر بمبار وروسته له فعالیته وتلی

۱۴۰۱ دی ۱۲, دوشنبه

د دمشق پر بین المللي هوايي میدان باندي د اسرائیل تر یوې راکټي حملې وروسته د پوځ په حواله دوه نظامیان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4Ldd5
Symbolbilder Israelische Raketenangriffe setzen den Flughafen von Damaskus außer Betrieb
انځور: SANA/AP/picture alliance

پوځ همدارنګه ویلي دي چي تر بمباریو وروسته میدان له کاره وتلی او فعالیت نه کوي. ویل کیږي چي د میدان شاوخوا مناطق هم متضرر سوي دي. د اسرائيل پوځ په دې هکله د څه ویلو څخه ډډه کړې ده.

د اسرائيل پوځ له کلونو راهیسي پر همسایه هیواد سوریه باندي بریدونه کوي. په خبره یې هغوی ایراني او د ایران له خوا ملاتړ کوونکي جنګیالي تر هدف لاندي نیسي.