د حزب الله د یوه قوماندان پر سر لس میلیون ډالره جایزه
۱۳۹۹ فروردین ۲۳, شنبهدلته خبره د لبنان د حزب الله ډلې د کوماندو شیخ محمد الکوثراني ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه لبنانی په عراق کې هغه ډلې چې د بغداد حکومت له کنترول څخه بهر دي، هڅوي چې په بغداد کې پر بهرنیو دیپلوماتیکو نمایندګیو بریدونه وکړي او د سازمانیافته جرایمو یوه برخه ده.
د دغه کس په اړه معلومات ورکونکي ته امریکا اوس د لس میلیونه امریکایي ډالرو انعام ټاکلی دی.
د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې چارواکي په دې نظر دي چې الکوثراني په عراق کې ایران ته د وفادارو ملیشه ډلو د سیاسي سازمان ورکونې او همغږۍ مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
د امریکا د بهرنیو چار وزارت په حواله دغه دنده مخکې تر دې د ایران بانفوذه وژل شوي جنرال قاسم سلیماني پر مخ وړله. سلیماني د جنورۍ په میاشت کې په بغداد کې د امریکا د بی پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی وو. له هغه وخت راهیسې په پرله پسې ډول په عراق کې پر امریکایي اهدافو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کیږي.
د واشنګټن په حواله دغه انعام به هغه چا ته ورکول کیږي چې د الکوثراني د فعالیتونو، شبکې او اربتاطي اشخاصو په هکله معلومات ورکړي. هدف دا دی چې په لبنان کې د رادیکال اسلامي ډلې حزب الله مالي سرچينې وچې کړای شي.
د امریکا رهبرۍ د حزب الله شعیه ډله چې د ایران له خوا ورته وسلې ورکول کیږي د ترهګریزو سازمانونو په لیست کې شامله کړې ده.
د امریکا حکومت په ۲۰۱۳م کال کې الکوثراني د نړیوال تروریست په توګه درجه بندې کړ. د امریکایي حکومت په حواله الکوثراني په مالي لحاظ په عراق کې د وسله والو جنګي ډلو ملاتړ کوي او سوریې ته د عراقي جنګیاليو په قاچاق کولو کې مرسته کوي، څو هغوې هلته د سوریي له ولسمشر بشارالاسد څخه ملاتړ وکړي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.ا