د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اسرائيل ته سفر کړی
۱۴۰۲ بهمن ۲۵, چهارشنبهد جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک پنځم ځل اسرائیل ته سفر کړی دی. دغه هیواد ته له رسېدو وروسته به نوموړې له خپل سیال یسرائیل کاتز او د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره وویني.
ټاکل شوې ده چې انالینا بیربوک به له ولسمشر اسحاق هرتزوګ او د اسرائیل د اپوزیسیون له مشر یائیر لاپید سره هم وګوري.
د بیربوک سفر وروسته له هغې کیږي چې اسرائیل د غزې تړانګي په رفح ښار کې د ځمکنیو عملیاتو د پیلولو پلان اعلان کړ، هغه ځای چې نتانیاهو د حماس «وروستی سنګر »بللی دی.
د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر مياشتي پر اوومه پر اسرائیل باندې د حماس تر ترهګر برید وروسته، دغه هېواد د غزې په تړانګه کې د «حماس د له منځه وړلو» له پاره پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې اوس د مصر پولې ته څېرمه رفح ته رسېدلي دي.
حماس د اسرائیل، امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژندل شوی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اسرائیل ته له خپل سفر مخکې په یوې خبر پاڼه کې ویلي دي چې د خپل سفر په ترڅ کې پلان لري چې په غزه کې د بشري ناورین له زیاتېدو پرته د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خلاصون پر څرنګوالي خبرې وکړي.
په دغې خبر پاڼه کې راغلي دي چې په رفح کې د اسرائیل د پوځ عملیات بشردوستانه حالت ډیر خرابوی «ځکه چې د دغه ښار خلک نه شي کولی په سادګۍ سره په هوا کې ورک شي.»
انالینا بیربوک زیاته کړې: «هغوئ خوندي ځایونو او خوندي دهلیزونو ته اړتیا لري، ترڅو د دوو اورونو ترمنځ پاتې نشي. هغوئ لاهم بشري مرستو او په جګړه کې دمې ته اړتیا لري.»
بیربوک د حماس غندنه وکړه او ویې ویل: «که دوئ لږ هم د فلسطیني میرمنو، نارینه وو او ماشومانو په کړاوونو کې د زړه له کومې خواخوږي ولري، دوی به خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.» نوموړې زیاته کړه: «پوښتنه دا ده چې څنګه پر حماس نړیوال فشار زیات شي، تر څو دغه ترورسیتان خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.»
اسرائيل په دوامداره توګه د غزې په سویل کې ځمکني عملیات پراخ کړي دي. رفح ښار د غزې د ۲،۳ میلیونه اوسیدونکو له نیمایي څخه د ډیرو له پاره وروستی پناه ځای دی چې له تاوتریخوالي څخه تښتیدلي دي.
د ملګرو ملتونو د څو مرستندویه ادارو د معلوماتو له مخې د دغه ښار نفوس چې له جګړې مخکې شاوخوا ۲۵۰ زره و، اوس شاوخوا یو نیم میلیون کسانو ته رسېدلی دی. ډیری بې ځایه شوي خلک د ملګرو ملتونو په موقتي کمپونو او خیمو کې ژوند کوي.
راپور: د اسرائیل پلاوي په قاهره کې د اوربند خبرې پریښي دي
د رسنیو د راپورونو له مخې په قاهره کې د اسرائیل، قطر او مصر مذاکره کوونکي د غزې په جګړه کې د اوربند او د نورو یرغمل شویو د تبادلې له پاره یوې هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلي، خو دوی خبرو ته دوام ورکوي.
د اسرائيل د لومړي وزیر د دفتر یوه چارواکي «ټایمز اف اسرائیل» ته ویلي دي چې د دوی پلاوی د سه شنبې په شپه له قاهرې څخه ستون شوی دی.
د اسرائیل د استخباراتو مشر ډیویډ برنیا، تر دې مخکې د مصر په پلازمینه کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې «سي آی اې» له مشر ویلیم برنز سره وکتل.
د قطر په منځګړتوب په دغه ښار کې د شخړو د موقتي بندولو له پاره خبرې اترې ترسره شوې وې.
راپورونه وايي چې په دغو خبرو اترو کې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني او مصري چارواکو هم ګډون درلود او هڅه یې کوله چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسرائیل له پراخو عملیاتو مخکې اوربند رامنځته کړي.چ
وال سټریټ ژورنال د مصري چارواکو په حواله راپور ورکړی دی، چې د اسرائيل پلاوی «پرته له دې چې په خبرو اترو کې کومه لویه تشه حل کړي» له مصر څخه تللی دی.
د مصر دولتي ټلویزیون القاهرې د یوه لوړ پوړي مصري چارواکي له خولې ویلي دي چې دا خبرې به درې ورځې نورې هم دوام وکړي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي، دغه خبرې «رغنده او سمه لار» بللې دي. هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «تر هغه پورې هیڅ نه کیږي چې دا ټول پای ته ونه رسیږي.»
اسرائیل، مصر یا قطر تر اوسه د خبرو اترو د نتیجې په اړه رسمي خبر پاڼه نه ده خپره کړې.