د ترکیې د ګنډلو په صنعت کې د مهاجرو ونډه
ترکیه د منځني ختیځ او سویلي آسیایې هیوادونو څخه د څو میلیونه مهاجرو کوربه دی. د ملګرو ملتونو سربیره آلمان او اروپایې اتحادیه هم له دغه هیواد سره مالي مرستې کوي چې په خپله خاوره کې د مهاجرو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
د نساجي په صنعت کې کار
په ترکیې کې د نساجۍ صنعت یو له هغو صنعتونو څخه دی چې تر ډیره بریده د کارګر مهاجرو پر مټ څرخي. ډیري مهاجر په ترکیه کې ټولنیزې مرستې نه ترلاسه کوي او د خپلو ورځنیو اړتیاو د پوره کولو له پاره باید کار وکړي. په دې توګه د ټیټې بیې کارګرانو ته لاسرسۍ په ترکیه کې ډیر شوی دی، چې دا کار په طبیعي ډول د دغه هیواد له اقتصادي ودې سره هم مرسته کوي.
د خیاطۍ کار
ترکیه یو د جامو له لویو تولیدونکو هیوادونو څخه دی چې د اروپا په ګډون د نړۍ نورو وچو ته هم جامې صادروي. ډیري له دغو مهاجرو چې غوښتل یې له ترکیې څخه په تیریدو به ځانونه اروپا ته رسوي په دغه هیواد یعنې ترکیه کې د جامو ګنډلو په شرکتونو کې کار کوي.
له اروپایې اتحادیې سره موافقتنامه
خو شاید هم د دغو مهاجرو اروپا ته د رسیدو خوب پوره نه شي، ځکه اروپایې اتحادیې د ۲۰۱۶ م کال په مارچ میاشت کې له دغه هیواد سره د مهاجرت تړون لاسلیک کړی دی. د دغه تړون یا موافقتنامې پر بنسټ په اروپایې اتحادیه کې د ترکیې د شاملیدو بهیر چټک او دغه هیواد ته د مهاجرو د پالنې له پاره ۶ میلیارده یورو ورکول کیږي چې په بدل کې به یې ترکیه اروپا ته د مهاجرت د څپې مخنیوي کوي.
مهاجرو ته د رسیدګۍ له پاره پيسې
آلمان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډيرې مهاجرو د ځان له پاره هدف ټاکلی دی او په تیرو دوو کلونو کې یې د نورو اروپایې هیوادونو په پرتله ډير مهاجر منلي دي. آلمان د موافقتنامې پر بنسټ ترکیې ته د مهاجرو د سرپناه او رسیدګۍ له پاره پيسې ورکوي. یو شمیر غیر دولتي سازمانونه او حتی د آلمان په پارلمان کې ځنې استازي په ترکیه کې د مهاجرو وضعیت نامناسب بولي.
کارګر ماشومان
د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو له مخې د نورو مهاجرو تر څنګ یوازي دوه میلیونه او اوه سوه سوریایې مهاجر په ترکیې کې ژوند کوي چې نیمایې یې ماشومان دي. ډیر شمیر دغه ماشومان د خپلې کورنۍ د ورځنې ژوند د چارو پر مخ وړلو له پاره مجبوره دي چې کار وکړي. تر سوریایې مهاجرو وروسته په ترکیې کې دویمه ډله عراقي مهاجر دي چې په دوی کې هم ډیر شمیر ماشومان دي.
له زده کړو محروم ماشومان
د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یا یونیسف ارقام ښیې چې یوازې ۲۳۵ زره سوریایې مهاجر ماشومان په ترکیه کې زده کړو ته لاسرسی لري. تر نیم میلیون ډیر هغه سوریایې ماشومان چې ښوونځي ته د تلو عمر ته رسیدلي دي زده کړو ته لاسرسی نه لري. د سوریایې مهاجرو تر څنګ یو شمیر افغان مهاجر هم په دې هیواد کې د مهاجرت شپې ورځې تیروي.
د بوټ ګنډنې صنعت
محمد یو له هغو ماشومانو څخه دی چې له زده کړو څخه محروم پاتې دی. نوموړی د سوریې د داخلي جګړو له امله له خپلې کورنۍ سره یوځای ترکیې ته مهاجر شوی دی. محمد په خپل هیواد سوریې کې ښوونځي ته ورته، خو اوس د خپلې کورنۍ د اړتیاو د پوره کولو له پاره باید د بوټ جوړونې په یو شرکت کې کار وکړي. لیکوال: رضا شیر محمدي