د ترکيې ناکامه کودتا په انځورونو کي
د ترکيې د يو شمېر پوځيانو له خوا د کودتا هڅه ناکامه شوه. رجب طيب اردوغان د کودتا په وخت په رخصتيو کې وو. د ترکيې ولسمشر د ترکيې له ولسونو وغوښتل چې کوڅو ته په راوتلو سره د کودتاچيانو په وړاندې ودريږي.
په ترکيه کې کودتا ناکامه وه
کودتا د استانبول په وخت د شپې په نه نيمو بجو پيل شوه.
په انقره کې د بم چاودنه
د ترکيې پلازمېنه انقره د خونړیو نښتو شاهده وه.
پوليسي ځواکونه
په ځينو سيمو کې پوليس له کودتاچيانو سره ونښتل.
په زرګونو خلک د کودتاچيانو په وړاندې
په زرونو خلک د پوځي کودتا په وړاندې له پله واوښتل او استانبول ته ورداخل شول.
د کودتا کوونکو ماته
وګړو يو زغرور پوځي محاصره کړی دی.
ولس ته د اردوغان پيغام
د ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د تلويزيوني پيغام له لارې له خلکو وغوښتل چې د کودتاچيانو په وړاندې مقاومت وکړي.
د کودتا په شپه پوځيان
پوځيانو په دغه شپنۍ کودتا کې اعلان وکړ چې پوځي حکومت يې رامنځ ته کړی دی.
رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان دلته د استانبول په هوايي ډګر کې ليدل کيږي.
په ترکيه کې پوځي کودتا
په ترکيه کې پوځي کودتا په کوڅو کې د عامو خلکو په لاس مات شو.
سرتېري
د پوځيانو اعلان د نورو رسنيو تر څنګ د "آرتیآر" خبري راډيو تلويزيون له لارې هم خپور شو.
په سړکونو کې د دولت پلويان
په زرګونو خلکو په کوڅو کې د کودتاوالو پر ضد لاریون وکړ.
په هوايي ډګر کې د اردوغان پلويان
اردوغان د خپلې روغتيا ډاډ ورکړ او ويې ويل چې هيڅوک دې اندېښنه ونه لري. له ولسه يې وغوښتل چې د اتاترک هوايي ډګر او کوڅو ته راووځي.
کودتاچيان
ويل کيږي چې کودتا د منځنۍ رتبې د قوماندانانو له خوا شوې ده. لومړی يې لوی درستيز برمته کړی وو.
د دولت پلويان د کودتاچيانو په وړاندې
د کودتا مخالفينو په دې کې مرسته وکړه چې د پوځي کودتاچیانو اهداف ناکامه پاته شي.
د اردوغان او جنرال هولوسی آکار تر منځ ليدنه
د اردوغان او جنرال هولوسی آکار تر منځ ليدنه وشوه. آکار د ترکيې لوی درستيز دی چې کودتاچيانو يرغمل کړی وو.
په پوځيانو باندې بريد
قهرېدلو خلکو پر کودتا پلوو سرتېرو بريد وکړ
د کودتاچيانو پر ټانکونو (شوبلو) يرغل
خلک له کودتاچیانو سره د مقابلې او د ټانک د نيولو پر مهال
د پارلمان پر ودانۍ بمباري
په انقره کې د پارلمان پر ودانۍ بمباري وشوه
د کوڅو په سر آخ و ډپ
پولیسو او خلکو يو ځای له کودتاچي پوځيانو سره مقابله وکړه
کودتا به ورته «ګرانه» تمامه شي
د انادولو د خبري اژانس په حواله اردوغان پوځي کودتا «ستر خيانت» بللی دی او ويلي يې دي چې هغه به کودتاچيانو ته په ډېره جګه بيه تمامه شي.
د دولت پلويان د پله د پاسه
د دولت پلويان د پله د پاسه د دغې «تاریخي» ورځې په پلمه عکسونه اخلي.