1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د پخواني وکيل مهم اعترافونه

۱۳۹۷ آذر ۱۷, شنبه

له روسي چارواکو سره د ترمپ د انتخاباتي ټیم د اړیکو په هکله د ترمپ د پخواني وکيل څرګندونو او په مسکو کې د یوې عصري ودانۍ د جوړولو پروژې، د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې له یوې بلې برخې څخه پرده پورته کړې ده.

https://p.dw.com/p/39iNs
Michael Cohen
انځور: picture-alliance/AP/dpa/S. Wenig

د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ پخواني وکيل مایکل کوهن، اعتراف کړی دی چې مخکې تر دې یې له روسي چارواکو سره د دونالد ترمپ د ټاکنیز کمپاین د غړو د تماس او همدارنګه په مسکو کې د یوې لوکسې ودانۍ د جوړونې د پروژې په اړه د امریکا د کانګرس استازو ته درواغ ویلي دي.

د فرانسې خبرې آژانس د شنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۸) د امریکا متحده ایالاتو په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د تحقیقاتو د دوام په لړ کې د دې قضیې د نورو اړخونو د بربنډیدو خبره کړې.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ م کال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاينونو پر مهال د روسیې د مداخلې د دوسیې ځانګړې څیړونکي څارنوال رابرت مولر، ویلي: څیړنې ښیې چې د امریکا د ټاکنیز کمپاین له هم هغه پیل راهیسې د ترمپ انتخاباتي ټیم له روسیې سره په تماس کې وو. د امریکا څارنوالۍ د مایکل کوهن له پاره د اوږدمهاله بند سزا غوښتنه کړې.

ترمپ او د مسکو پروژه

کوهن د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی چې روسي چارواکو د لومړي ځل له پاره ورسره د ۲۰۱۵ م کال په نومبر میاشت کې تماس نیولی وو. هغه ویلي چې یوه روسي چارواکي ورڅخه په لوړه کچه د دواړو هیوادونو د سیاسي همکارۍ او له «لومړۍ شمیرې کس» سره د ولادیمیر پوتين د ملاقات د زمينې مساعدولو غوښتنه کړې وه. د اړونده دوسیې په اسنادو کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ څخه د «لومړۍ شمیرې کس» په توګه یادونه شوې ده.

سربیره پر دې دغه روسي چارواکي مایکل کوهن ته ویلي دي چې د امریکا او روسیې معاملات نه یوازې له سیاسي نظره ډیرې مهمې دي، بلکې کولی شي د ډیرې ګټې (سودلرونکو) معاملاتو ته هم زمينه مساعده کړي. یو له دغو په اصطلاح په مالي توګه ګټورو معاملاتو څخه د مسکو په زړه کې د دونالد ترمپ له خوا د یوې ډیرې عصري ودانۍ د جوړونې پروژه ده. هغه پروژه چې په اسنادو کې ترې د «مسکو پروژې» په نوم یادونه شوې ده.

ترمپ په خپل تویتر کې لیکلي دي چې د کوهن څرګندونې د امریکا د ولسمشر پر «پاکوالي» دلالت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دیموکراتانو یو شمیر استازې په دې باور دي چې د کوهن څرګندونې او د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه د څانګړي څارنوال څیړنې به د ترمپ استیضاح ته زمينه مساعده کړي.