د بنګله دیش په یوه شړ ټاپو کې د روهنګیایانو د هستوګنولو پلان
بنګله دیش ۲۷۲ میلیونه ډالر مصرفوي چې د بهسن چار ټاپو د روهنګیا لږکیو له پاره د هستوګنې جوګه شي. خو روهنګیا مهاجر چې اوس د کوکس بازار په سیمه کې په یوه کمپ کې اوسیږي، نه غواړي دغه ټاپو ته د ژوند کولو له پاره ورشي.
له وچې څخه لیرې پروت ټاپو
بهسن چار چې په بنګالي ژبه کې «لامبو وهونکي» ټاپو ته ویل کیږي، شل کاله کیږي چې رامنځ ته شوی دی. دغه ټاپو له وچې څخه ۳۰ کیلومتره وړاندې پروت دی. د زیاتره مسلمان میشته هیواد حکومت پلان لري چې دغه ټاپو کې د کوکس بازار له مهاجر کمپونو څخه ۱۰۰ زره روهنګیا مهاجر هلته هستوګن کړي.
ترانسپورتي چارې آسانه نه دي
دغه ټاپو ته د تګ له پاره د عامو خلکو له پاره مناسب ترانسپورت نه شته. ځینو خلکو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د سمندر تندخویي د برسات په موسم کې د کښتیو په واسطه دغه ټاپو ته رسیدل ستونزمنوي.
دغه ټاپو د بندونو په واسطه خوندي شوی؟
حکومت ۱۳ کیلومتره اوږد او درې متره لوړ بندونه جوړ کړي دي چې دغه ټاپو د سمندر له لوړو څپو او سیلابونو څخه وژغورل شي. خو د ټاپو د دوکاندارانو په وینا د بندونو باندینۍ برخې په یوه میاشت کې دوه وارې تر اوبو لاندې شوي دي.
یو ډول ساختمانونه
د بنګله دیش حکومت د روهنګیا مهاجرو د هستوګنولو له پاره په دغه ټاپو کې ۱۴۴۰ یو پوړیزې ودانۍ جوړې کړي دي چې هره ودانۍ ۱۶ خونې لري. لږ تر لږه د څلور کسانو کورنۍ باید په یوه کوچنۍ خونه کې ژوند وکړي. ۱۲۰ څلور پوړیزي ودانۍ هم شته د توپانونو پر مهال به ترې استفاده کیدی شي.
سولري بریښنا
په بهسن چار کې ټولې ودانۍ په سولري بریښنا سمبال دي، چې د انرژۍ اړتیا پوره کړي. د سولر بریښنا یو لوی مرکز او د بریښنا دوه ډیزلي جنراتورونه هم نصب شوي دي. په دغه ټاپو کې د څښاک د اوبو آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوي دي.
«لامبو وهونکی ټاپو»
دغه ټاپو ته د خپل بې ثباته خاصیت له کبله «لامبو وهونکی» ټاپو هم ویل کیږي. د سپوږمکیو انځورونو په ۲۰۰۲م کال کې دغه ټاپو کشف کړ. بنګله دیشي چارواکو د پایو، کاڼو او شګو له بوجیو څخه داسې جوړښتونه رامنځ ته کړي چې د دغه ټاپو د له منځه تللو مخنیوی وکړي.
دغه ټاپو د اوسیدو وړ دی؟
په داسې حال کې چې ځینې کارپوهان وایي چې دغه ټاپو لا هم ژر ماتیدونکی او د اوسیدو جوګه نه دی، خو د اقلیم د بدلون متخصص آینون نشاط په دې نظر دی چې خلک دغلته اوسیدی شي، که چیرې بندونه له شپږ نیمو مترو څخه تر اوو مترو پورې لوړ کړی شي. خو هغه باور نه لري چې په دغه ټاپو کې دې کرهڼه وشي.
روهنګیا له توپانونو او غرقیدو څخه ویره لري
روهنګیا مهاجر اندیښنه لري چې که چیرې دوی په دغه ټاپو کې اجباري هستوګنې ته مجبور کړای شي، ښایي د توپانونو په پایله کې مړه شي. د هغوی په خبره ښایي د دوی کوچنیان په اوبو کې غرق شي.
آیا روهنګیا لږکي به هلته ولاړ شي؟
په داسې حال کې چې دغه ټاپو د روهنګیایانو اوسیدو ته کابو جوګه دی، حکومت باید دغه ټاپو د انسانانو د انتقالولو په هکله پریکړه وکړي. ځینو سرچینو ویلي دي چې ښایي بیا هستوګنول په نومبر میاشت کې تر سره شي. حکومت دې ته اشاره کړې ده، چې که چیرې څوک د کوکس بازار له مهاجر کمپ څخه تګ غوره نه کړي، نو دوی به مهاجر په زور دغلته تګ ته مجبوره کړي.