د بریکس کنفرانس؛ له لویدیځ سره د پوتین د رقابت هوډ
۱۴۰۳ مهر ۲۹, یکشنبهټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ د بریکس ډلې مشران د روسیې په کازان ښار کې سره را ټول شي. بریکس د اقتصادي کیدو په درشل کې د هیوادونو هغه ائتلاف دی چې کرملین هیله لري له دې لارې لویدیځ وننګوي.
دا به په اوکراین کې د جګړې د پیلیدو وروسته په روسیه کې تر ټولو ستره غونډه وي. دغه کنفرانس یا غونډه په داسې یو وخت کې جوړیږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، غواړي وښیې چې وروسته له دوه نیمو کلونو جګړې څخه د مسکو د منزوي کولو له پاره د لویدیځ هڅې بې نتیجې پاتې دي.
دا ځل کرملین غواړي وښيې چې د لویدیځ د فشارونو له پاره یو بدیل لري او دا چې څو قطبي نړۍ یو واقعیت دی. دغه موضوع له لویدیځ څخه نورو سیمو ته د قدرت د انتقالولو له پاره د مسکو هڅو ته اشاره کوي.
بریکس ته پراختیا ورکول د مسکو د بهرني سیاست یو رکن دی
روسیې اعلان کړی دی چې تمه لري د هند لومړی وزیر نریندر مودي هم په دې غونډه کې ګډون وکړي. د ملګرو ملتونو سازمان مشر انتونیو ګوتېرش، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د برازیل ولسمشر ایناسیو لولا دا سیلوا او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به هم د دې کنفرانس نور میلمانه وي چې د روان میلادي کال د اکتوبر له ۲۲ تر ۲۴ نیټې پورې به دوام وکړي.
بریکس چې د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا د اصلي غړو د نومونو مخفف دی، پراختیا ورکول د مسکو د بهرني سیاست په یو له مهم ارکانو بدل شوی دی.
د بریکس سرمشریزې د اجنډا په کلیدي موضوعاتو کې د پوتین هغه طرحه شامله ده چې د بریکس په رهبرۍ د سوئیفټ د مالي بین المللي شبکې د سیال په توګه د تادیې نوی سیستم رامنځته کړي. روسي بانکونه په ۲۰۲۲م کال کې له SWIFT څخه جلا شول.
بریکس چې په ۲۰۰۹ کال کې د څلورو غړو هیوادونو له خوا رامنځته شو، اوس په کې د سویلي افریقا، مصر او ایران په څیر د پرمختګ په درشل کې هیوادونه هم شامل شوي دي. د ناټو غړې ترکیه چې له مسکو او لویدیځ سره پیچلې اړیکې لري د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې له دغه بلاک سره یوځای کیدو ته لیوالتیا لري.
پوتین له ۲۰۲۳م کال راهیسې له اوکراین څخه په غیر قانوني ډول د ماشومانو د ایستلو له کبله د جزا نړیوالې محکمې له خوا تر تعقیب لاندې دی او په سویلي افریقا کې یې د بریکس په تیره غونډه کې له ګډون کولو څخه ډډه کړې وه.
کریملین ویلي دي چې غواړي «نړیوالې چارې د بین المللي قوانینو په اساس او نه د ځانګړو هیوادونو، لکه امریکا متحده ایالاتو له خوا د تنظیم شوو قوانینو په اساس» رهبري شي.
لویدیځ په دې باور دی چې روسیه له دې ډلې څخه د خپل نفوذ د پراخولو او د اوکراین د شخړې په باب د خپل نظر ترویجولو له پاره استفاده کوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په روانه اونۍ کې د «بریا طرحې» په وړاندې کولو سره قانون جوړونکو ته په جګړه کې د پوتین د بریالیتوب په هکله د خبرداري ترڅنګ وویل چې «که پوتین د جیوپولیتیک، نظامي، ایډیالوژیکي او اقتصادي پلوه خپلو لیونیو اهدافو ته ورسیږي، نو په ځانګړي توګه په لویدیځ، اینډوپاسیفیک او افریقا کې نورو یرغلګرو ته دا پیغام ورکوي چې تیری کوونکي جنګونه کیدای شي د دوی په ګټه وي».
آژانسونه: ش.ن/خ. ح