«د بې اسنادو کډوالو د استوګنې په اړه مو خبر کړئ»
۱۴۰۳ مهر ۲۷, جمعهد هرې ورځې په تېرېدو په ایران کې د بې اسنادو کډوالو پر وړاندې محدودیتونه ډیریږي.افغان کډوال شکایت کوي چې ورځ تر بلې یې دغه محدودیتونه ژوند سختوي.په دې وروستیو کې د ایران د پوليسو او سرحدي ځواکونو قومندانۍ مشر قاسم رضايي له خلکو څخه غوښتي دي چې د «غیر قانوني بهرنیو اتباعو» د اوسیدو او راټولیدو په اړه پولیسو ته راپور ورکړي.
قاسم رضايي وویل، پولیس مکلف دي چې دغه کسان په هر ځای کې ونیسي: «د هېواد د نوې تګلارې له مخې باید ناقانونه اتباع بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او پولیسو د هغوی د ستنېدو زمینه هم برابره کړې ده. »د قانون له مخې، که چېرې دا کسان په هر ځاى کې وليدل شي، پوليس مکلف دي چې هغوى وپېژني، راټول یې کړي او سرحدونو ته يې ولېږدوي.»
دغه ایرانی چارواکی له اسنادو پرته په ایران کې د بهرنیو اتباعو اوسیدل جرم وباله او ویې ویل: «په هر هیواد کې د هر بهرني اتباع غیر قانوني استوګنه جرم دی او دغه موضوع زموږ په هیواد کې هم همداسې ده یعنی هر بهرنی چې په ناقانونه توګه زموږ هیواد ته راځي، ناقانونه ګڼل کیږي او جرم دی.»
د ایران د اسلامي جمهوریت په ادبیاتو کې د «پردیو اتباعو» کلمه په ټوله کې په ایران کې د میشتو اسناد لرونکو او بې اسنادو افغان مهاجرو له پاره کارول کیږي.
د ایران د پولیسو ځای ناستي ایراني کارمشرانو ته خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي: «د هر ډول غیر قانوني بهرنیو اتباعو په کار ګومارل جرم دی او د کار هغه مشران به چې دغو اتباعو ته دندې ورکوي له قضايي تعقیب سره به مخ شي.» پر دې سربیره دغه ایراني چارواکي د دغو کسانو له پاره د بانکي کارتونو، کورونو او موټر اخیستل یا کرایه کول هم غیر قانوني بللي دي.
له خپلو ګاونډیو د افغان کډوالو ویره
په ايران کې افغان کډوال چې پخوا يې په ځينو ښارونو او سيمو کې د کار او ژوند له بنديز او سختیو شکایت کاوه، اوس یې په دې اړه ویره لا ډېره شوې ده.په ایران کې یوه افغان کډوال دویچه ویلي ته وویل چې په دې نوي اقدام سره دوی اوس له خپلو ایرانيو ګاونډیانو هم وېره لري.
دغه افغان ګډوال چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل: «د دې احتمال شته چې ګاونډيان پوليس ته زنګ ووهي او په نتيجه کې د دې امکان شته چې موږ له دغه هيواد څخه وشړي. دا پیښه حتما رامنځته کیږي.»
په ایران کې یو بل افغان کډوال وویل چې د طالبانو له بیا راتلو وروسته او په ایران کې د افغان کډوالو د کډوالۍ له نوې څپې سره د ایران د اوسیدونکو ناسم چلند هم ډېر شوی دی.
دغه کډوال هم چې نه يې غوښتل نوم یې واخلو دویچه ویله ته وویل: «زموږ په ښار کې حتی ډېر [ایرانیان] ښوونځي ته تللي او ویلي یې دي چې نه غواړي د دوی ماشومان د افغان کډوالو له ماشومان سره په یوه ټولګي کې زده کړه وکړي.»
په ایران کې یو بل افغان کډوال وویل: «د ایران خلک پخپله له خپلو چارواکو غواړي چې افغان کډوال وباسي.» دې وضعیت ته په پام سره نوموړی اندېښنه لري چې ډېری ایراني وګړي به په اسانۍ د افغان کډوالو په لیدلو پولیسو ته خبر ورکوي.
ایران چې د لویدیځ د بندیزونو له امله له اقتصادي بحران سره مخ دی، تل يې ټینګار کړی دی چې له افغانستان څخه د زیاتو مهاجرو د منلو وړتیا نه لري. په وروستیو میاشتو کې د دغه هېواد چارواکو په پرله پسې ډول د هغو افغانانو په ویستلو ټینګار کړی دی چې قانوني اسناد نه لري.
په همدې تړاو روانه اونۍ د طالبانو د ادارې د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د افغانستان له پاره د ایران له ځانګړي استازي سره وکتل. دغه طالب چارواکي ویلي دي چې که څه هم دوی له ایرانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پرېکړه کړې، خو د دې له پاره باید یو ګډ میکانیزم جوړ شي.
د ټولنیز زیان په اړه اندېښنې
د کډوالۍ د چارو کارپوهان وايي، د بې اسنادو کډوالو د اوسېدو په اړه له خلکو معلومات اخیستل اساسي ستونزې نه هواروي، بلکې یوازې د افغان کډوالو ستونزې لا پسې زیاتوي.
د مهاجرینو د چارو کارپوهې، آصفې ستانکزۍ چې په ایران کې د اوسیدو تجربه لري، دویچه ویلي ته وویل: «تر ټولو ښه حل لاره دا ده چې د دغو مهاجرو د قانوني کیدو له پاره خبرې اترې وشي. د کډوالو د جبري ایستلو په هر ډول اقدامات ستونزې لا هم ډيروي او دا په ډاډ وایم چې دغه کډوال به بیرته یاران ته راځي.»
په دې وروستیو کې ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ سلګونه افغان کډوال له دغه هېواده ایستل کېږي. که څه هم ایراني چارواکي د «ناقانونه کډوالو» د ایستلو خبره کوي، خو ځینې اخراج شوي کسان ادعا کوي چې له قانوني اسنادو سره سره له ایرانه ایستل شوي دي.