سياستاوکرایین
د اوکراین په ځينو سیمو کې د برېښنا د قطع کېدو خبرداری
۱۴۰۱ شهریور ۲۱, دوشنبهاعلان
د اوکراين د خارکوف ښار، دونيڅک او سومي سيمو استازو د بريښنا د قطع کيدو او د اوبو رسولو د ستونزو په هکله خبرداری ورکړی دی.
د کيف حکومت يې پړه پر روسيې اچولې چې وايي د انرژۍ پر زيربناو د دوی د بريدونو له کبله دغه ستونزي زياتي سوي دي.
د اوکراين په خبره روسيه غواړي په دي ډول د خپلي ماتي غچ واخلي. تر دې مخکې د اوکراين پوځيانو په ځوابي بريد سره يې ورته مخه نيولي وه. د اوکراين د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په وينا پوځ يې مهم ستراتيژيک ښار ايزيوم هم له روسي ځواکونو بیرته نيولی دی.