د انځورونو آلبوم: له پاکستانه د لسګونو زرو افغان کډوالو اجباري ستنېدل
په تورخم کې ځایي چارواکي وایي تر دې دمه له ۱۶۵ زره ډیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. د ناقانونه افغان کډوالو د وتلو له پاره د دغه هیواد د ټاکل شوي مهلت تر پوره کيدو وروسته د افغانانو نيول پيل شوي دي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ زره افغانان له پاکستانه وتلي
د بلوجستان ایالت چارواکو ویلي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ زره کسان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. له دغې ډلې شاوخوا ۲۵ زره کډوال د تورخم له لارې او نور تر ۵ زرو ډیر په بلوچستان کې د سرحد له لارې افغانستان ته تللي دي.
بیرته ستنېدو ته اړ شوي
مخکې تر دې چې د پاکستان حکومت له خوا ټاکل شوی ضرب الاجل پای ته ورسیږي، او پولیس دغه خلک ونیسي زرګونه افغان کډوالو هڅه وکړه په خپله خوښه ستانه شي. تیره ورځ زرګونه کډوالو ځانونه د تورخم پولې ته ورسول.
د نوامبر له لومړۍ نیټې مخکې ۱۴۰ زره کسان ستانه شوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د نوامبر له لومړۍ نیټې مخکې ۱۴۰ زره او ۳۲۲ کډوال چې قانوني اسناد یې نه لرل، له دغه هیواده وتلي دي.
د لاریو موټرو په مرسته ستنیدل
د پاکستان حکومت چارواکو ویلي چې تر دې دمه ۱۲۹ زره کسان له خیبر پښتونخوا وتلي دغه راز ۳۸ زره او سل کسان د د چمن بلوجستان پولې لارې افغانستان ته دننه شوي دي
د نیولو او اخراج ګواښ
پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ يعني د نوامبر په لومړۍ نیټه اعلان کړی چې د ناقانونه کډوالو په خپله خوښه د ستنېدو مهلت تر ختمیدو وروسته يې نيول او اخراجول پيل کړي دي.
د کډوالو د نه ویستلو په تړاو د غوښتنو ردول
د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو هغه غوښتنې رد کړي چې په ټولیز ډول دې کډوال نه اخراجوي. طالبانو هم له پاکستان غوښتي و چې دغو کډوالو ته دې وخت ورکړل شي څو بيرته ستنېدو له پاره ځانونه چمتو کړي.
«نه غواړم مړه شم»
یو شمیر افغانانو پاکستان کې اعتراضونه هم وکړل. دغو کډوالو ویلي دي د یو شمیر ګواښونو له امله نشي کولی، افغانستان ته ولاړ شي. دغو اعتراض کوونکو چې ښځې هم پکې شاملې وې، یو شمیر شعارونه لیږدول لکه: «نه غواړم مړه شم» او یا هم «بیرته ستنیدل ودروئ».
د خلکو او لاريو اوږده کتارونه
د چهارشنبې په ورځ او همدا راز نن، پنجشنبه هم د خلکو او لاريو اوږده کتارونه په تورخم کې په تمه دي.
نه پاتېدلی شي او نه یې هم تللو ته زړه ښه دی
لسیزې کیږي چې پاکستان د افغان کډوالو کوربه دی. له دوی څخه یې ډیر شمیر قانوني اسناد هم ترلاسه کړي. پر دې سربیره لاهم ۱،۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. دغه کډوال داسې یوه هیواد ته ستنیږي چې له اقتصادي کړکيچ سره مخامخ دی.
افغان کډوال د اخراج په یوه مرکز کې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو له بیا راتلو شاوخوا ۶۰۰ زره کډوال پاکستان ته تللي دي. لکه څنګه چې دغو انځورونو کې ښکاري یو شمیر کډوال لندي کوتل کې د کډوالو په یوه مرکز کې د بیرته ستندیو لپاره راټول شوي.
ولې افغانان له پاکستانه ایستل کیږي؟
شنونکي وايي، په پاکستان کې په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي ډېروالی، اقتصادي کړکېچ او د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکو ترینګلتیا د دغه ډله ایز اخراج لاملونه دي.