خلیل الرحمن امید۱۳۹۶ دی ۲۴, یکشنبهد امنیت شورا پلاوی د شنبې پر سهار کابل ته رسېدلی او هلته له چارواکو سره پر هغو شکایتونو بحث کوي چې افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان ته کړي دي. د ولسي جرګې مرستیال حاجي نذیر احمدزي د یکشنبې په ورځ آلمان غږ راډیو ته وویل چې د امنیت شورا پلاوی به د افغانستان حالات له نږدې وګوري او ارزونې به یې د افغانستان د نړیوالو مخالفانو په وړاندې امنیت شورا ته وړاندې کړي.