د امریکا په جنوبي کارولاینه کي سخت سیلابونه راوتلي
۱۴۰۱ مهر ۹, شنبهاعلان
په سختو سیلابونو او بادونو سره د «ایان» طوفان د امریکا متحده ایالاتو د جنوبي کارولاینه ایالت له ساحل څخه تیر سو. د هواپيژندني د ادرې په حواله که څه هم هلته د باد سرعت کرار کرار راکمیږي، خو د سیلابونو خطر یې اوس هم ډیر دی.
په ټلویزوني تصاویرو کي د اوبو څخه کاملأ ډک سړکونه او تر یوه حده پوري تخریب سوی د اوبو بند معلومیږي. چپه سوو ونو د برق لینونه خراب او قطع کړي دي. د امریکا د اضطراري حالاتو د کمیټې مسؤلین یوازي په شمالي کارولاینه کي، چي اوس هلته هم د ایان طوفان وررسیدلی دی، تقریبأ د برق د قطع کیدو د ۳۰۰۰۰۰ واقعو څخه خبره کړې ده.
تر دې دمخه د «ایان» طوفان (هِریکېن) په کیوبا او فلوریدا کي سخت مالي او ځاني تاوانونه پيښ کړي وه.