د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشرانو اولادونه
د دونلد ترمپ لس کلن زوی بارون، په ورستیو لسیزو کې د امریکا د ولسمشرانو د اولادونو په قطار کې يو له کمسن ترينو څخه دی. د هغه او د مخکنيو ولسمشرانو د اولادونو په تړاو معلومات په دغه انځوريز البوم کي وګورئ:
بارون ترمپ
د امریکا د متحده ایالاتو ۴۵م ولسمشر پنځه اولاده لري، خو د هغه لس کلن ځوی بارون د ترمپ یواځینی ځوی دی چې له خپل مور او پلار سره به په سپینه ماڼۍ کې اوسیږي. د هغه نور خویندې او وروڼه بیا ډیر مشران دي. بارون به په حقیقت کې د کینیډې له دورې راهیسې د امریکا د ولسمشرانو د اولادونو په کتار کې لومړنی د ولسمشر زوی دی چې په سپینه ماڼۍ کې به ژوند وکړي. مخکنيو ولسمشرانو صرف لوڼې درلودې.
مالیه او ساشا اوباما
سپینه ماڼۍ د تیرو اتو کلونو راهیسې د اوباما د دوو لوڼو کور وو. مالیه چې ۱۸ کلنه ده اوس د کالج له پاره امادګي نیسي او د هغې د پلار په حواله لیواله ده چې سپینه ماڼۍ پریږدې او خپلې زده کړې پیل کړي. ساشا بیا ۱۵ کلنه ده او تراوسه په واشنګټن ښار کې په ښوونځي کې په زده کړو بوخته ده.
باربارا بوش او جینا بوش هیګر
د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش او لورا بوش غبرګولې لوڼې هیڅکله هم په دايمي توګه په سپينه مانۍ کې ونه اوسیدې. په ۲۰۰۱م کال کې هغه وخت چې د دوی پلار واک ته ورسید، هغوی په کالج کې په زده کړو بوختې وې. د امریکا د ولسمشر د لوڼو او مخکي د امریکا د بل پخواني ولسمشر د لمسیو په توګه هغوی په سپینه ماڼۍ کې زيات وخت تیر کړ. باربارا اوس په ګلوبل هیلت کورپ سازمان کي کار کوي او جینا بیا خبریاله ده.
چیلسي کلنټن
د امي کارټر وروسته، چیلسي کنلټن د امریکا د ولسمشر بل کلنټن او هیلري کلنټن لور لومړۍ ماشومه وه چې په سپینه ماڼۍ کې یې ژوند کاوه. هغه په ۱۷ کلنۍ کې له سپینې ماڼۍ ووته او په کالج کې په زده کړو بوخته شوه. هغه اوس د کلنټن بنیاد چې د کلنټن د کورنۍ پورې اړه لري او یو خیریه سازمان دی، کار کوي.
امي کارټر
جیمي کارټر او میرمن یې روسالین کارټر څلور اولادونه درلودل، خو امي د هغوی یواځینۍ اولاد وو چې له ولسمشر او لومړۍ میرمنې سره د ۱۹۷۷م کال نه تر ۱۹۸۱م کال پورې یوځای په سپینه ماڼۍ کې اوسیده. کله چې د هغې پلار جیمي کارټر واک ته ورسید هغه ۹ کلنه وه. هغې په ۱۹۹۶ کال کې واده وکړ.
کېرولاين کینیډي
کېرولاين هغه مهال چې د هغې پلار جان اف کینډي د امریکا د ولسمشر په توګه واک ته ورسید، درې کلنه وه او د هغې کوچنی ورور بیا ترې ماشوم وو. د هغې کوچنی ورور جان په ۱۹۹۹ کال کې د یوې الوتکې د راولیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. کارولیني واده کړی، درې ماشومان لري او وکیله ده. هغې له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې په جاپان کې د امریکا د سفیرې په توګه دنده ترسره کوله.
د کینیډي ماشومان
له دوو کالونو څخه د ډیرې مودې له پاره کېرولاین او جان په سپینه ماڼۍ کې ژوند وکړ. په انځور کې ښکاري چې سپینه ماڼۍ د دوی کور او د دوی د لوبو ځای وو.
د فورډ کورنۍ
ګیرالد فورډ څلور اولادونه درلودل چي د خپل پلار په لنډ مهاله دوره کې چې له ۱۹۷۴م کال څخه ۱۹۷۷ پورې وه، په سپینه ماڼۍ کې ستر نه شول. په انځور کې د فورډ ټوله کورنۍ ښکاري چې د سپینې ماڼۍ مخې ته اخیستل شوی دی.
کوینټین روزولټ
ولسمشر تیودرو روزولټ له خپلې میرمنې او شپږو ماشومانو سره له ۱۹۰۱م کال څخه تر ۱۹۰۹م کال پورې په سپینه ماڼۍ کې اوسیدی. د خپل پلار د واک پر مهال کونیټین څلور کلن وو.
تد لینکن
ابراهم لینکن هم له خپلې میرمنې او ماشومانو سره په سپینه ماڼۍ کې اوسیدی. کوچني تد له جنګي لوبو سره ډیره مینه درلوده او د کورنۍ جګړې پرمهال د هغه پلار د امریکا ولسمشر وو. په امریکا کې کورنۍ جګړې له ۱۸۶۱م کال څخه تر ۱۸۶۵م کال پورې دوام وکړ.