د امريکا ټاکنې: بایدن او ترمپ به ښايي يو ځل بيا سره مخامخ شي
۱۴۰۲ اسفند ۲۳, چهارشنبهپه امریکا متحده ایالاتو کې د روان کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایډن او ډونالډ ترمپ مخامخ کیدنه به په تیرو ۷۰ کلونو کې د دوو تکراري نوماندانو ترمنځ لومړنۍ سیالي وي.
وروسته له دې چې جو بایډن د جورجیا ایالت په مقدماتي ټاکنو ک ډير شمیر استازولۍ (ډیلیګیټ) ترلاسه کړې، په فرضي لحاظ د جمهوري ریاست له پاره د خپل ګوند نوماند شو.
بایډن د جورجیا په مقدماتي ټاکنو کې په کافي اندازه استازولۍ ترلاسه کړې دي. د جمهوري ریاست له پاره د هغه رسمي نوماندي به په شیکاګو کې د اګست میاشتې د دیموکرات ګوند په غونډه کې اعلان شي.
بایډن وویل: «ډیر ویاړم چې د رای ورکوونکو یو پراخ ایتلاف چې د دیموکرات ګوند د یوه غني تنوع استازیتوب کوي د ټول هیواد په کچه یې یو وار بیا پر ما اعتماد وکړ، څو دغه ګوند او زمونږ هیواد په داسې یو وخت کې رهبري کړم، چې د ترمپ له اړخه تهدید، د بل هر وخت په پرتله ډیر دی.»
ترمپ هم په کافي اندازه استازولۍ ترلاسه کړي
د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ هم په جورجیا، میسیسیپي او واشنګټن ایالتونو کې د خپل ګوند دننه مقدماتي ټاکنو کې په بریالي کیدو سره د جمهوري غوښتونکو له خوا د نوماندۍ په خاطر په کافي اندازه استازولۍ ترلاسه کړی دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې او د سویلي کارولینا ایالت پخوانۍ والۍ نیکې هیلې، په ګوند کې دننه د ترمپ وروستی رقیب وه چې تیره اونۍ له سیالۍ لاس په سر شوه.
ترمپ د ټولنیزې شبکې په یوه ټویټ کې لیکلي دي: «مونږ نه ناکامه کیږو. مونږ خپل هیواد چې یو وخت عالي وو، بیرته ترلاسه کوو.»
په امریکا متحده ایالاتو کې د سیاسي ګوندونو نوماندان په مقدماتي ټاکنو کې د کافي استازولیو د ترلاسه کولو سربیره تر هغه وخته پورې چې د انتخاباتي کنوانسیونونو اکثریت رایې ترلاسه نه کړي، د جمهوري ریاست رسمي نوماند کیدای نه شي.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص