د امازون مشر د ډیري بسپني اعلان وکړ
۱۴۰۱ آبان ۲۴, سهشنبهاعلان
دا هم پداسي حال کي ده، چي بیا د امازون په زرونو کارکوونکي د کار څخه د جوابیدو له خطر سره مخامخ دي.
دغه د نړی یو وخت تر ټولو شتمن سړي د امريکايي تلويزيوني چينل CNN سره په یوه مصاحبه کي وویل، چی دی او ماندینه، لورین سانچس په اوس وخت کي د یوه «ظرفیت» د جوړولو په حال کي دي چي د خپلي سرمایې یوه لویه برخه د بسپني په حیث ورکړي او دا کار به هم په خپل ژوند کي تر سره کړي، یعني نه تر مرګ وروسته یې. خو هغه وویل: «دا اسانه» نه ده، تصمیم ونیسي، چي په کومه ساحه او چیري یې کومک کول ډیر مؤثردی.
د اټکلونو پراساس بیزوس په اوخت کي حداقل ۱۲۰ ملیارډه ډالره ثروت لري.