د افغانستان له زندانونو څخه د طالبانو د آزادیدو لړۍ دوام لري
۱۳۹۸ خرداد ۲۱, سهشنبهوروسته له دې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د کوچني اختر په مناسبت اعلان وکړ چې د سولې د مشورتي لویې جرګې د ګډونوالو په غوښتنه به د افغانستان له زندانونو څخه نږدې ۹۰۰ بندیان خوشي کړي، اوس د دغو بندیانو د خوشې کولو بهیر پيل شوی دی.
د سولې مشورتي لویې جرګې، چې د ولسمشر په غوښتنه له طالبانو سره د سولې د چوکاټ تعینولو په موخه د اپریل په میاشت کې جوړه شوې وه، په خپله وروستۍ پریکړه کې ویلي وو چې د باور او حسن نیت د رامنځته کولو په خاطر دې د بندیانو د خوشې کولو له پاره اقدامات وشي.
د افغانستان د ځایي رسنیو د رپوټونو په حواله یوازې د دوشنبې په ورځ د کابل په ختیځ کې له پلچرخي زندان څخه ۱۷۰ تنه طالب جنګیالي خوشې شوي دي. د بندیانو د خوشې کیدو د لړۍ په دوام کې ۳۸ تنه بندیان د هرات له زندان څخه آزاد شوي دي. د هرات ولایتي ویاند جیلاني فرهاد، له دویچه ویله سره په مرکه کې د دغو بندیانو خوشې کیدل تائید کړي دي. فرهاد دویچه ویله ته د دغو بندیانو په اړه چې څوک دي او کوم جرمونه یې ترسره کړي دي وویل: «دا هغه کسان ول چې پخوا د حکومت له مخالفینو سره د همکارۍ او تروریستي فعالیتونو په تور په هرات ولایت کې نیول شوي ول. دوی د خپل حبس له مودې څخه هم ډیر وخت تیر کړی دی. دوی تیره ورځ خوشې شول.»
د هغو رپوټونو په پام کې نیولو سره چې ویل کیږي په تیرو وختونو کې خوشي شوي طالب زندانیان بیرته د جګړې لیکو ته ورغلي دي او هره ورځ افغان امنیتي ځواکونو ته درنه مرګژوبله ور اړوي، د دغو بندیانو خوشی کیدل د یو شمیر افغانانو له نیوکو سره مخامخ شوي دي.
په دې تړاو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د محبس د مسئولینو، څارنوالۍ او جمهوري ریاست د نظر معلومولو په اړه د دویچه ویله هڅې بی نتیجې پاتې شوې.
د افغانستان د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني، ادعا کړې چې د ولسمشر د حکم له عملي کیدو وروسته، د طالبانو یو مشهور قوماندانان چې پر ضد یې نزدې ۲۳۰۰ شکایتونو ثبت شوي دي او له القاعده شبکې سره یي هم ارتباط درلود د فاریاب له زندان څخه خوشی شوی دی.
کوهستاني وویل: «په همدې توګه ډیر داسې کسان دي چې د ولسمشر په فرمان خوشې شوي دي. هغه کسان خوشې شوي دي چې د طالبانو مطرح کسان دي او کولی شي په راتلونکي کې د طالبانو لیکې پياوړې کړي او د افغانستان په سولې او جګړې اغیز ولري.»
طالبانو هم د یوې اعلامیي په خپرولو سره د بندیانو د خوشې کیدو هرکلی کړی دی او زیاته کړې یي ده چې افغان حکومت د دوشنبې په ورځ د پلچرخي، بګرام او د ولایتونو له زندانونو څخه یو شمیر بندیان خوشې کړي دي.
د طالبانو په دې اعلامیه کې راغلي دي چې د ۸۸۷ بندیانو له ډلې څخه چې ټاکل شوې د افغانستان له زندانونو څخه آزاد شي، ۲۶۱ تنه یي د دوی د ډلې غړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب له «طلوع نیوز» خصوصي تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي دي ټول دغه بندیان د طالبانو د ډلې غړي دي.
sI/sn/mj