د ازمیر مشهوره بازار
د انځورونو په دغه مجموعه کي دازمیر ښار د«هاتای» د ناحیې یو بازار تاسي ته درښوول کیږي، چي د ترکيې په دغه ښار کي ډیر محبوبیت لري او ډیرخلک د سودا اخیستلو لپاره ورځي. انځورونه یې دلته وگورئ.
په دغه بازار کي د تازه میوې او سبزیجاتو تر څنگ ډیر کورني او محلي محصولات،لکه مربا،اچار،رُب او نور هم پیداکیږي. ددغه بازار جالب والئ په دې کي دی، چي ښځي او نارینه ، زاړه او ځوانان یود بل ترڅنگ کار سره کوي.
تازه میوې او سبزیجات د بزگرانو او کلیوالو لخوا مستقیمأ دلته راوړل کیږي او ښځي په دغه بازار کي ډیر مهم رول لري.
په اِزمیر کي ماهیان او کبان ډیر خوړل کیږي. د ازمیر په دغه بازار کي کولای سئ د ماهیانو مختلف ډولونه په ارزانه بیه پیدا کړئ.
د ماهي سره د ازمیر د خلگو علاقه مندي ، شاید د وریجو سره د افغانانو د علاقه مندۍ سره یو شان وي.
د ترکيې بله مخصوصه بحري غذا«میدیه» نومیږي، چي د یو ډول خاص صدف څخه تیاریږي، او په ترکیه او ځانگړي ډول اِزمیر کي ډیر محبوبیت لري.
د کوچنیانو دپاره د معجون په نامه یو ډول نباتي اوبه، چي د میوې او بورې څخه جوړیږي، همیشه په دغه بازار کي خرڅیږي.
د شاه بلوط په نامه یو ډول وچه میوه په ترکیه کي ډیر محبوبیت لری او خصوصأ په مني او ژمي کي ډیره خوړل کیږي. د هغه پخونکي د خپلو مخصوصو منقلونو سره د بازار په هرکونج گرځي راگرځي او څوک د هغه خوړو ته هڅوي.
د سه شنبې په ورځو کي سړی کولای سي، هلته هر ډول کالي او لباس پیدا او رانیسي
د ازمیر په دغه بازار کي هر ډول اچار او مرباوي کولای سئ پیدا کړئ
د ازمیر په دغه بازار کي د لاسي صنعت بازار هم ډیر ښایسته دئ او ډیر هم اخیستل کيږي