د اروپا لس تر ټولو مشهور او ښکلي ساحلونه
د اوړي رخصتيو تېرولو له پاره له محبوبو ځایونو څخه یو هم ساحلونه دي. د اروپا ساحلونه په ښکلا کې نوم لري. دلته تاسو ته د دغې لوېې وچې لس تر ټولو ښکلي او مشهور ساحلونه درپېژنو.
د سنکت پيتر- اوردینګ ساحل - آلمان
دا په شمال کې تر ټولو غټ ساحل دی. د سنکت پيتر-اوردینګ ساحل ۱۲ کیلومتره اوږدوالی او ۲ کیلومتره سور لري.
فیشلند- دارس، آلمان
د آلمان د بالتیک سمندر په غاده کې هم ځېنې ښکلي ساحلونه شته. د هغو په ډله کې یو هم په لويديځ کې د فیشلند دارس ساحل دی. دا ځای د اوړي په موسم کې له سيلانیانو ډک وي. د طبعي ښکلاو د مينه والو له پاره د ترټولو ښایسته ځايونو څخه یوه ده.
Playa Es Trenc, Mallorca, Spain پلایا ایز ترینس - مالورکا، هسپانيا
د هسپانيا په مالورکا کې دغه ساحل د اوړي د رخصتیو له پاره ډېر ښه انتخاب دی. د کمان په څېر دغه ساحل د مالورکا له مرکزه په موټر کې شاوخوا ۴۵ دقیقې مزل لرې پروت دی. د ایز ترینس اوبه ډېرې روښانه یا کریستالي توصیف شوي چې د ځمکې سطحه کې شږې او تېږې په کې ډېرې صافې ترسترګو کيږي.
L'Escalet, France
د فرانسې دغه ساحل تر ډېره په کوت دازور (Côte d'Azur) یادیږي. دا د فرانسې کن او نیس قيمتي ښارونو ته نژدې پروت دی. په کې ګرځېدل او چکر وهل وړیا دي او د موټر لار ورغلې ده.
ایلا فونيسي، یونان - Elafonisi, Crete, Greece
یونان د ډېرو ساحلونو لرونکی هیواد دی. د څه باندې ۳۰۰۰ ټاټوګانو کې ېې تر ټولو لوی ايلا فونیسي دی چې هر کال له ۴ ميلیونو ډېر خلک ورځي.
پاریا دو ماریناو پرتګال - Praia do Marinha, Portugal
د پرتګال هیواد دغه ساحل تر ټولو ډېر د کورنیو له پاره ښه انتخاب دی. دغه ساحل چټک باد لري او د ښکلو څپو په درلودلو د اوبو د سر سکي کونکو له پاره يوه ښه جاذبه ګڼ کيږي. د میرادورا (Miradoura) لوړه نقطه د پراخې منظرې د کتلو له پاره بهترین ځای دی.
د پوداس بيرلا ساحل، کرواسیا Podrace beach, Brela, Croatia
کرواسیا ښکلي ساحلونه لري او د آلمان له پاره د رخصتيو پر وخت د چکر او تفریح له پاره ښه انتخاب دی. په ساحلونو کې ېې د پوداس بیرلا ساحل تر ټولو ښکلی دی. دغه ساحل ته په موټر کې ورتګ کېدای شي.
ایکساتن، آلمان Xanten, Germany
که څه هم جنوبي سمندر له آلمان څخه لرې دی، خو دوسيلدورف ته نژدې په ایکسانتن کې هم د جنوبي بحیرې یو چکر او لمبا ساحل شته. دغه سیمه (Xantener Südsee) نومیږي. دلته د شګو ساحل، د لمر حمام ځایونه، اوبو ته د ورټوپ کولو ځای یا برج او همدارنګه یو ریستورانټ هم شته.
سن سبستیان، هسپانیا - San Sebastian, Spain
هسپانیا په تفریحي ساحلونو کې نوم لري. په هغو کې یو د سپينو شګو لرونکی ساحل، سن سبستیان، ډېر مینوال لري. دغه ساحل تقریبا د کال د ټولو فصلونو د رخصتیو له پاره یو ښه ځای دی.
کامولي، ايټالیا - Camogli, Italy
د اروپا په لسو ښکلو تفریحي ساحلونو کې يو هم د ايټالیا په شمال کې د کامولي ساحل دی. هغه کسان چې غواړي خپلې رخصتۍ په ساحلي ساحو کې تېرې کړې کامولي ورته له بهترینو ځایونو څخه یو دی. دا لږ تر لږه د یو ځل هرو مرو اوسېدو له پاره توصیه کېږي. په دغه ساحل کې بیا تر ټولو ښکلې او په زړه پورې سېمې ېې سن ريمو (San Remo) یا (Portofino, Cinque Terre)دي.