1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د احتجاجي څپې په مقابل کي سخت چلند د ایران پارلمان سره ویشلی

۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

د ایران خبري دولتي آژانس، ایرنا د پارلمان د وکیلې، سهره سعادت لاجوردي په حواله نن سه شنبه ویلي دي، چي د ایران پارلمان د احتجاجي څپې په مقابل کي د قضأ او عدلیې تر سخت چلند وروسته سره ویشلی دی.

https://p.dw.com/p/4HPjS
Iran | Proteste gegen den Tod von Mansa Amini
انځور: NNSRoj

پداسي حال کي چي لاجوردي د مظاهره کونکو په مقابل کي د سخت رفتار او جدي اقداماتو غوښتنه کوي، بیا د پارلمان د داخلي - سیاسي مسایلو د کمیټې غړې، ژاله رشیدي کوچی په نظر « تر څو پوري چي موږ د اوسنۍ موضوع سره په عیني ډول برخورد ونکړو، په هیواد کي به هیڅ شی سم مخته ولاړ نسي.». په خبره یې د توطیئو او دسیسو د ساختګي تیوریو اختراع کول، یو پربل باندي ملامتي وراچول، د زور څخه کار اخیستل او سیاسي ریاکاري نه مشکلات حلوي او نه هم د وطن د ترقۍ سبب ګرزي. 
د اوسنیو احتجاجونو او مظاهرو انګیزه د ځواني ایرانۍ، مهسا امیني مړه کیدل وه، کومه چي د اسلامي حجاب د نظم څخه د سرغړوني په دلیل د مذهبي پولیسو لخوا نیول سوې وه.
دا هم پداسي حال کي ده، چي احتجاجونه او اعتراضونه پرون شپه هم دوام پیدا کړ. د عیني شاهدانو په حواله مظاهره کونکو په لویو ښارونو کي یوه نوې ستراتیژي په کار اچولی ده: داسي چي هغوی اوس د لویو ګروپونو په عوض پر کوچنیو ګروپو باندي سره تقسیم سوي دي، تر څو امنیتي قواوي ډيري مصروفي کړي.