1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په سياست کې د ښځو د پياوړي حضور تر شا د ميرکل لاس دی

۱۳۹۶ اسفند ۷, دوشنبه

په آلمان کې د صدراعظمې انگلا ميرکل تر سيوري لاندي ډيرو ښځو لوړ مقامونه او څوکۍ ترلاسه کړي. د هغې د کار د لومړۍ دورې په پيل کې وضعيت بل ډول وو. خو ميرکل له لومړي سره د بدلون تهدابونه کښيښودل.

https://p.dw.com/p/2tLFM
Angela Merkel
انځور: Getty Images/C. Koall

صدراعظمې انگلا ميرکل د فیبرورۍ میاشتي په نيمایي کې د آلمان د زارلند ايالت برحاله لومړۍ وزیره انیگرت کرامپ کارنباور د مسيحي ديموکرات گوند د راتلونکې عمومي منشي په توگه اعلان کړه. ميرکل په خپله هم د ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۰م کاله پوري پر همدې څوکۍ کار کړی وو څو پنځه کاله وروسته په لومړي ځل د صدراعظمې په توگه وټاکل شوه.

برلين ته د کارنباور ليږدول يو سگنال دی. نوموړې به هلته د مسيحي ديموکرات گوند د عمومي منشۍ په توگه پر ستر فدرالي دريځ راڅرگنده شي. د ميرکل په آند دا څوکۍ سترو مقامونو ته د رسيدو زينه ده.

په کابينه کې د ډيرو ښځو شتون

که سړی په آلمان کې په تيرو څو کلونو کې پر حکومتي کابينو نظر واچوي نو پر مهمو سياسي پوستونو به ښځې ومومي. د مثال په توگه د دفاع وزیره اورزولا فون ډير لاين، د راين لند فلتڅ لومړۍ وزیره مالو درېير، د مکلنبورگ فورپومرن مانويلا شویزگ، د سوسيال ديموکرات گوند د جناح مشره او د دغه گوند ټاکل شوې مشره اندريا هاهلس، د کيڼ اړخو د جناح مشره ساره واگنکنيشت، د رزغون گوند د گوندي جناح مشره کاترين گورينگ ايکهارد، د ای ايف دي د جناح مشره اليس وايدل او يا د ليبرال گوند عمومي منشۍ نيکولا بيير.

خو په ۲۰۱۸م کال کې پر مهمو پوستونو د دومره زياتو ښځو شتون د حيرانتيا وړ خبره نه ده. خو په ۱۹۹۵م کال کې وضعه داسي نه وه. د آلمان د آزاد ديموکرات گوند څخه سابينه لويتهويزر شنارنبيرگر چې د هیلموت کوهل د صدارت په دوره کې د عدلیې وزیره وه، دويچه ويله ته وويل: «۲۵ کاله ترمخه چا دا تصور نه شو کولای چې يوه ښځه به تر دولسو کالو هم زياته موده صدراعمظه وي. موږ اوس يوازي د ولسمشرۍ پر څوکۍ ښځه نه لرو. په ټولیزه توگه په دې اړه د نظر مثبت بدلون رامنځته شوی دی چې ښځی هم هر څه کولای شي.»

شنارنبيرگر په اصطلاح پر يوه «کلاسيک» پوست لومړۍ ښځه او په دې توگه يوه مخکښه وه. دا په ۲۰۰۹ م کال کې په دوهم وار د آلمان د عدلیې وزیره شوه.

Deutschland Merkel bei der Buchvorstellung von Leutheusser-Schnarrenberger
صدراعظمه ميرکل د عدلیې د پخوانۍ وزیرې شنارنیبيرگر سره انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

ميرکل په ۱۹۹۱م کال کې دويچه ويله ته څه ويلي ول؟

انگلا ميرکل له ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۴م کاله پوري د هيلموت کوهل په حکومت کې د ښځو او ځوانانو چارو وزیر وه. کله چې به دا د ښځو چارو د وزارت پر خپل وخت نظر اچوي نو ښايي په خپلو لاسته راوړونو به راضي وي. په ۱۹۹۱م کال کې هغې له دويچه ويله راديو سره په مرکه کې ويلي ول: «د نارينه وو له پاره آسانه ده چې ووايي: زه غواړم کار وکړم، واده هم ولرم او کوچنيان هم ولرم.» دا د نارينه وو له پاره واضح او عادي خبره ده چې دا هر څه ولري، «خو د ښځو د چانس او يا د هغوی د امکانات په بيه.»

د وضعې له دې ۲۷ کاله پخوانې تشريح راهیسې ډير څه بدل شوي خو لا هم هر څه مثبت بدلون نه دی موندلی. دا چې پرمختگ څومره سست وو او اوس هم لا سست دی، مارگريت لويننبورگ یې د مسلکي ليد لورې مشاهده کوي. نوموړي د برلين د آزاد پوهنتون د جندر په اړه د څيړنو د مارگريتا فون برينتانو مرکز مشره ده. دا وايي چې په ۲۰۰۵م کال کې د ميرکل د لومړۍ دورې پر وخت هم په دې اړه ډير بحثونه شوي ول چې آیا دا کار به امکان ولري چې يوه ښځه د حکومت چارې پرمخ يوسي.

خو دا وايي چې نن سبا په دې اړه د کوم دليل ورکړې ته اړتيا نشته چې ولې يوه ښځه دا ډول يوه ستر مقام مسوليت پر غاړه اخلي. خو د نوموړې په آند يوه اتوماتيکه پروسه نه ده چې په سياست کې دي باانډوله حضور همداسې ادامه پيدا کړي، بلکې برعکس. لويننبورگ د آلمان په پارلمان کې د ښځو کم شوي شمير ته اشاره وکړه. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۳م کال کې کابو ۳۷ سلنه ښځې په پارلمان کې موجودې وې، له ۲۰۱۷م کال راهیسې یې فیصدي۳۱ ته را ټيټه شوې ده.

"Schlussrunde" von ARD und ZDF zur Bundestagswahl | Manuela Schwesig
مانويلا شويزيک د مکلنبورگ فورپومرن ايالت لومړۍ وزیره دهانځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

خلا چې ليدل کيږي: د ولسمشري کمښت

که سړی د انگلا ميرکل سياسي ژوند ته کتنه وکړي نو ويني چې هغې په سياست کې مخکي لا د ښځو د زياتې ونډې له پاره تهدابونه ايښي ول. ډيری وايي چې دا يو تصادف نه وو، بلکې د دې تگلاره وه چې ښځې هم په واک کې ونډه ولري.

د ميرکل له پاره تر صدارت وروسته يوازې يو پوست پاتيږي. هغه د هيواد د ولسمشري په توگه نقش لوبول دي. د نوموړې د اوږدې مودې د ملگرې او عدليې د پخوانې وزیرې شنارنبيرگر په آند به دا يو ډير ښه کار وي. ځکه په آلمان کې هيڅ يوه ښځه تر اوسه دغه مقام ته نه ده رسيدلې.

د نوموړي په وينا داسې يو نقش د ولس پر تولو قشرونو ښه اغیز درلودلای شي. په دې توگه به نه يوازي له سياست سره ليوالو ته، بلکې ټولو ته دا خبره په ښه شان سره روښانه شي چې ښځي هر څه کولای شي.

زموږ له ارشيف څخه:

Fürstenau (B.S/N.Z)