د آلمان په دفترونو کې ځانګړي عادتونو!
د نړۍ د هر هیواد په کاري چاپیریال کې ځانګړی فرهنګ حاکم وي. د آلمان دفترونه بیا ځانګړې نړۍ لري چې پکې د نورو هیوادونو په پرتله بل شان فرهنګونه حاکم دي.
په وخت کار کول ډیر مهم دي
په آلمان کې ۹ بجې د ۹ بجو په معنی نه وي، بلکه له ۹ پنځه دقیقې د مخکې په معنی وي. که چیرته تاسې بیا لس دقيقي مخکې حاضر اوسی، دا نو بیا ډیر وخته دی. په دفترونو کې پر یو شمیر کارکوونکو د وخت بندیز نه وي، او پاتې نور باید په هغه وخت راشي کوم وخت چې ورته ټاکل شوی وي.
په لفتونو کې خبرې اترې
په لوړو ودانیو کې دفتر ته د رسیدو له پاره د لفت اړتیا وي. د آلمانانو ترمنځ فرهنګ دا دی چې په لفت کې یو بل ته ښه راغلاست وايي او یا هم ورسره مخه ښه کوي.
د قهوې ارزښت
د کار په لومړۍ ورځ چې کله تاسې له خپلو همکارانو سره معرفي کیږئ، نو د قهوې د ماشین ځای هم تاسې ته درښول کیږي. په آلمان کې قهوه د ژوند یوه مهمه برخه ده. نو له دې کبله د قهوې ماشینونو په هر ستر او کوچني دفتر کې موجود وي. خو مهمه دا ده چې په هر دفتر کې د قهوې د ماشین له پاره ځانګړي قوانین ټاکلي دي.
د خبرو اترو اداب
په آلمان ژبه کې دا ډیره مهمه ده چې تاسې ته په کومه کلمه خطاب کیږي. د احترام په صورت کې د «زي» یا تاسې او په غیر رسمي توګه بیا «دو» یا د «ته» ضمیر کارول کیږي. له نا آشنا کسانو سره بیا په ډیر احترام برخورد کیږي او تل د «زي» یا تاسې کلمه کارول کیږي.
د کاغذ ارزښت
هر آلمانۍ په کال کې نږدې ۲۵۰ کلیو کاغذ مصرفوي. له همدې کبله آلمان د کاغذ د استعمال په برخه کې له نورو هیوادونو مخکښ دی. په آلمان کې هره موضوع باید په کاغذي بڼه ثبت شي او دا یو فرهنګ دی. له همدې کبله هره موضوع چې د کاغذ پر مخ وي، هغه ډیره مهمه وي.
د خوراک وقفې
په آلماني دفترونو کې معمولاً غرمه مهال د خوړو وقفه وي. په آلماني دفترونو کې د دغه راز وقفو وخت شاوخوا نیم ساعت ټاکل شوی دی.
کیک، د ژوند مهمه برخه
په آلمان کې کیک خوړل عادي خبره ده. که یو څوک نوی په کار ګمارل کیږي، ښه خبر ترلاسه کوي یا په دنده کې پرمختګ کوي، نو په دې صورت کې کیک ډیر مهم خوراکي توکی دی.
چکر او تفریح
د تفریح په موخه د دفتر له همکارانو سره په چکر تګ هم د آلمان د دفترونو د فرهنګ برخه ده. دفترونه هڅه کوي په دې توګه د همکارانو ترمنځ اړیکې ښې کړي او په دې باور دي چې دغه راز فعالیتونو د کارکوونکو د ذهني آرامتیا له پاره مهم دي.
د جمعې په ورخ کارکوونکي وخته له دفتره وځي
د آلمانانو دغه ځانګړنه ده چې دوی د اونۍ اخرې دوې ورځې یعنې شنبې او یکشنبې په ښه توګه تیروي. دوی د رخصتیو له پاره پلانونه جوړوي او نږدې د هر کس له پاره دغه څه مهم دي. له همدې کبله د جمعې په ورځ دفترونه ژر خالي کیږي او خلک وختي خپلو کورنو ته خوځیږي.