1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کورنيو او ټولنیزو چارو وزیران اوکراین ته روان شول

۱۴۰۱ مرداد ۳, دوشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیره او د ټولنیزو چارو وزير د دوشنبې په ورځ اوکراین ته سفر وکړ. د آلمان خبري آژانس په حواله آلماني وزیران به په اوکراین کې تر جګړې وروسته د بيارغونې او د جنګي جرمونو اړوند مسايلو خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/4Eap9
Faeser und Heil besuchen Ukraine
انځور: Christophe Gateau/dpa/picture alliance

ټاکل شوې چې د آلمان د کورنيو چارو وزیره، نانسي فیزر او د ټولنیزو چارو وزير، هوبیرتوس هايل به کيف ته د خپل سفر پر مهال د اوکراین له ایرپن ښار څخه هم کتنه وکړي، کوم چې تر جګړې مخکې پکې ۵۰ زره کسان اوسیدل اما اوس تقریباً په بشپړه توګه تخریب شوی دی. دا په اوکراین کې د فبرورۍ پر ۲۴ د جګړې له پيل وروسته، اوکراین ته د دغو وزیرانو لومړنی سفر دی.

د پلان له مخې آلماني وزیران به له اوکرايني چارواکو له هغې ډلې، د میرمن فیزر له اوکرايني سيال دنیس موناستيرسکي، د ملکي دفاع مشر سرهي کروک، د صدراعظم له مرستيالې يولیا سويريدينکو، د ټولنیزو چارو له وزير اوکسانا شولنوويچ او د کيف له ښاروال ويتالي کليچکو سره وګوري.

په دغو خبرو اترو کې به تر ټولو ډير تمرکز پر دې وي چې څنګه کيدلی شي په اوکراين کې تر جګړې وروسته د پولیسو د حوزو، اطفائيې، د ژغورنې خدماتو او د پيښو د کنټرول برخې کار او فعالیتونو ته پرمختګ ورکړل شي.

چارواکي به همدارنګه پر سايبري امنیت، د وسلو د قاچاق، ماين پاکۍ او د جنګي جرایمو د عدلي پروسې اړوند موضوعاتو هم بحث وکړي. زياته شوې چې په دې برخه کې به د آلمان له لورې اوکراین ته د برېښنا جنراتورونه او د هوايي کشف له پاره يوه ډرون الوتکه ورکړل شي.

د آلمان د ټولنیزو چارو وزیر به له میرمن سويريدينکو سره په کتنه کې، په آلمان کې د اوکرايني مهاجرو د وضعیت، امکاناتو او د هغوی د ممکنه بیرته ستنیدو پر موضوعاتو خبرې وکړي.