د آلمان د بوندیس لیگ لس ځانگړتیاوی چی سړی باید پرې پوه وي
د آلمان د فوټبال غوره لیگ یا «بوندیس لیگ» خپل ۵۶ پړاو ته ورداخل سو او لوی اتل یې بیا هم د بایرن مونشن ټیم سو. خو ځیني نور شیان هم سته چی سړی باید د جرمنی د دغه غوره لیگ په اړه پرې پوه وي.
بایرن تر ټولو ځلیدونکې لوبډله
د اتلولۍ د شپږو لقبونو له تر لاسه کولو وروسته، د بایرن مونشن لوبډلې خپل د اتلولۍ ریکارډ ولمانځه. په مجموعی ډول تر اوسه پوری دا ۲۸م وار دی چی نوموړی لقب مونشن ته ځي. دغه ټیم ډیر تکړه او له اقتصادي پلوه هم تر ټولو بډای دی. کلنی عاید یې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه یورو، په کدر کی یې پانگونه ۲۶۵ میلیونه او د مارکېټ ارزښت یې څه نا څه ۸۴۵ میلیونه یورو دی. دا یې فقط یو څو بیلگې وې.
د نوو قوي ټیمونو شاملیدل
دا ډیره جالبه ده چی په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کی د اِف سي نیورنبرگ لوبډلې، پس له څلورو کلونو د اتم وار له پاره بیرته بوندس لیگ ته ارتقا وکړه. خو د فورتونا دوسلدوف ټیم هم د شپږم وار له پاره بوندسلیگ ته ارتقا وکړه.
تخنیکی انقلاب
د بوندیس لیگ ریفريان د ډیره وخته راهیسي د خپلو صلاحیتونو څخه ښه استفاده کوي. اوس هغوی د ترینرانو سره پر یوه چوکۍ هم ناست وي او هغوی ته مشورې ورکوي. هره لوبډله کولای سي د خپلو مشورتی او تاکتیکی هدفونو د پاره، درې آلې وکاروي. علاوه پر دې د ټپي لوبغاړو درملنه هم باید په چټکۍ سره تر سره سي.
د نړیوالو سیالیو په څیر ویدیویی ثبوت
که څه هم د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلو د تورلمنتونو پر وخت د ویدیو ثبوت رامنځته سوی خو بریالیتوب یې متعادل دی. د ویدیویی ثبوت مخالفین ډیر دي. ځینی یې تصویرونه کرار بولي ځینی یې شفاف نه بولي او ځینی یې گډوډ. اوس باید هر څه ښه سي. مثلاً په روسیه کی بریالیو نړیوالو سیالیو ته په کتو سره. هغه دا چی تلویزیونی تصویرونه او د هغو په هکله پرېکړی پر لویو پروجکتورونو ښودل کیږي او په دې ډول له تیروتنو څخه مخنیوی کیږي.
بوندیس لیگ ته د نندارچیانو جذبول
د دورتموند جنوبي تالار چی د ۲۴ زره ۴۵۴ نندارچیانو له پاره ځای لري، د اروپا په سطحه تر ټولو لوی تالار دی او د بوروسیا دورتموند «BVB» د هرې لوبی پر وخت یې ټوله ځایونه ډک وي. د بوندیس لیگا ستودیمونه ډیر نندارچیان ځانته راجذبوي. په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کی د فوټبال هرې لوبی ته په اوسط ډول ۴۳ زره او ۸۷۸ نندارچیان ستودیوم ته راغلي دي.
د بوندیس لیگ لوبې خلک په ولاړو پښو ننداره کوي
لکه څنگه چی به پخوا خلکو په ولاړو پښو د فوټبال د لوبو ننداره کوله، اوس بیا دغه کار په انگلستان، ایټالیا او هسپانیی کی له ډیره وخته راهیسي نور معمول نه دی. ارزانه ټکټونه او هیجاني فضا د نندارچیانو علاقه نوره هم زیاتوي. په همدې دلیل، د آلمان غوره لیگ هر کال په زرهاوو بریتانوي نندارچیان له خپل ټاټوبی څخه دغو ولاړو ځایونو ته راجذبوي.
یوه ښځه د ریفري په حیث
د اروپا په هیڅ کوم بل غوره لیگ کی دا نسته. پس له دې چی «بیبیانا شتاین هاوس» په اول او دوهم لیگ کی وگومار ل سوه، هغې اجازه درلوده چی د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر پر لسمه نیټه د هیرتا BSC او ویردر بریمن ترمنځ لوبو پر وخت د لومړنۍ ښځي په حیث، د ریفری دنده پر مخ یوسي .دغې ۳۹ کلنی تر اوسه پوری د بوندیس لیگا په اتو لوبو کی خپله دنده اجرا کړې ده.
کورنتین تولیسو، د بوندیس لیگا تر ټولو لوړ بیه لوبغاړی
په ۲۰۱۷ کال کی د بایرن مونشن ټیم وکولای سول فرانسوی تکړه لوبغاړی، کورنتین تولیسو د ۴۱ اشاریه ۵ میلیونه یورو په ارزښت رانیسي چی تر اوسه پوری هیڅ کوم بل لوبغاړی د بوندیس لیگ د پاره دومره ډیر په لوړه بیه نه دی تمام سوی . په ۲۰۱۷ کال کی بیا تر ټولو لوړ بیه لوبغاړی د دورتموند په ټیم کی اوسمانه دیمبیله وو، چی د ۱۰۰ میلیونه یورو په بدل کی یې د برسلونا ټیم ته ځان تبدیل کړ.
د بهرنیو لوبغاړو د جذب له پاره کوم حد نه دی ټاکل سوی
د نورو لیگونو برعکس، د آلمان غوره لیگ د خارجی لوبغاړو یا په بل عبارت د اروپایی ټولنی څخه د باندی لوبغاړو د جذب له پاره کوم حد نه دی ټاکلی. د مثال په ډول د آینترخت فرانکفورت ټیم د مختلفو کلتورونو گډ کدرونه لري. د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو د لوبو پر پنځمه ورځ دغه ټیم په کولن کی د یوولسو مختلفو هیوادونو څخه د یوولسو لوبغاړو په لرلو سره راڅرگند سو.
د شالکه ستودیم یوه معبد ته ورته دی
د شالکه د ټیم زیاتره مینه والو په ډیری علاقمندۍ سره خپل ستودیوم ته د معبد نوم ورکړی دی. دا خبره له واقیعت څخه ډیره لیری هم نه ده، ځکه د فرانکفورت، برلین او شالکه په لوبغاړو کی د کلیسا یوه اصلي گنبده هم لیدل کیږي. د شالکی ستودیوم بیا په اروپا کی یوازینی لوبغالی دی چی په بشپړ ډول پوښلی دی. په لومړي لیگ کی د فوټبال یو هال: دغه ځانگړتیا یوازی په بوندیس لیگا کی موجوده ده.