د آلمان حکومت د هامبورګ اسلامي مرکز او اړونده سازمانونه تړلي
۱۴۰۳ مرداد ۳, چهارشنبهد آلمان د کورنيو چارو وزارت لخوا په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې د هامبورګ اسلامي مرکز په آلمان کې د ایران د (انقلابي رهبر) ايډیالوژي چې پر «اسلامي انقلاب» يادیږي په جګړيزه او استبدادي شکل سره خپروله.
د آلمان د کورنیو چارو وزيرې نانسي فيزر، په دغه اعلامیه کې ويلي دي: «دا زما له پاره ډېره مهمه ده چې په دې تړاو يو توپير واضح کړم: موږ د کوم دین مخالف نه یو.» هغې ډاډ ورکړ چې د شیعه مذهب سوله ايز رسوم په بشپړ وضاحت سره بیان شوي، چې هغه په دغه بندیز کې نه دي اغیزمن شوي.
په بندیز کې له ياد اسلامي مرکزه علاوه د هغه پنځه اړوند سازمانونه هم شامل دي. حکومت په دې ارتباط د چهارشنبې په سهار په ټول آلمان کې عملیات وکړل.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت ویلي دي چې دغه عملیات د محکمې د اوامرو مطابق، په اتو ایالتونو کې شوي، چې پکې په مجموع کې ۵۳ اړونده جایدادونه تلاشي شوي دي. دغه ځایونه د آلمان په هامبورګ، بريمن، برلین، لاور زاکسوني، مکلنبورګ- ویسترن پومیرانیا، هیسن، نورد راین ویستفالین او بایرن ایالتونو کې پلټل شوي دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د هامبورګ اسلامي مرکز یو افراطي اسلامپاله سازمان دی چې د اساسي قانون خلاف اهداف تعقیبوي.
وزېرې فېزر، ويلي دي، کوم عقاید چې د هامبورګ اسلامي مرکز له خوا ترويج کېدل له جملې څخه ېې د ښځو د حقونو د تضعیف په موخه ول.
په اعلاميه کې دغه راز راغلي: «له دې نه علاوه، د هامبورګ اسلامي مرکز او د هغه اړوندو سازمانونه د حزب الله تروریستانو ملاتړ کوي او د یهوديت ضد مفکوره خپروي.»
د امریکايي يهودانو د برلين کمېټې، د آلمان حکومت له دغه اقدامه هرکلی کړی دی.
د آلمان خبري آژانس په حواله، په آلمان کې د شیعه ګانو د ۱۵۰ تر ۲۰۰ پورې کميټې شته.
(dpa)mks/nz
له آرشیف څخه (20.09.2018):