د آلماني ځواکونو افغان همکاران د خپل امنیت په اړه اندیښمن دي
۱۳۹۲ مهر ۲۹, دوشنبهاوس مهال په افغانستان کې له آلماني پوځ سره څه نا څه ۱۲۰۰ تنه افغانان کار کوي. د دغو کسانو په ډله کې ژپاړونکي، آشپزان او ساتونکي شامل دي. اوس چې آلماني ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، د هغوی دغه افغان کارکوونکي د خپل امنیت په اړه اندیښنه لري. که څه هم آلمان د دغو افغانانو له منلو سره موافقه ښوولې ده، خو دغه هیواد ته د هغوی د راتلو پر وړاندې ستونزې پرتې دي.
په ډیرو حساسو وختونو کې د هغو افغانانو شمیر چې له آلماني پوځ سره یې په خپل هیواد کې کار کاوه ان ۱۵۰۰ تنو ته رسیده. د دغو افغانانو له ډلې څخه یو یې هم صفي الله ساحل دی چې له ۲۰۰۶ کال راهیسې په کندز کې د آلمان له پوځ سره کار کوي. هغه تل له دې کبله ویره لري چې له افغانستان څخه د آلماني سرتیرو له وتلو سره به د یاغیانو تر برید لاندې راشي. ساحل وایي: «که هغوی [طالبان] ما ومومي نو کیدای شي چې ما د خپل کور په مخ کې ووژني.»
ساحل ټینگار کوي چې طالبان هر هغه کس چې په افغانستان کې د آلمانانو له پاره کار کوي خائن بلي او هغه څاري. اوس د ساحل په څیر د آلماني پوځ ډیر شمیر نور همکاران هم له دې کبله ویره لري چې د طالبانو له بریدونو سره به مخامخ شي. دغو کسانو په تیرو کلونو کې له آلمانانو سره د ژباړونکو، موټر چلوونکو، ساتونکو او پاکوونکو په توگه کار کړی دی.
د مرستې ژمنه
د آلمان حکومت ژمنه کړې ده چې هغه افغانان چې تر دې مخکې یې له آلماني پوځ سره کار کړی دی او اوس په مشخص ډول له گواښ سره مخامخ دي، آلمان ته راولي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر هانس پیتر فریدریش، په دې اړه وویل: «مونږ هیڅ څوک هم د گواښ په صورت کې یوازې نه پریږدو. هغه کسان چې له موږ سره د مرستې کولو له کبله اوس له گواښ سره مخامخیږي، طبعاً آلمان ته راځي.»
دا په داسې حال کې ده چې په آلمان کې د زرغون گوند د امنیتي سیاست په برخه کې ویاند امید نوري پور، د آلماني پوځ افغان همکارانو پر وړاندې د خپل هیواد پر کړو نیوکه وکړه. هغه وویل چې د دغو افغانانو له ډلې څخه ډیر شمیر یې تر ډیر وخته پورې په دې خبره نه پوهیدل چې کولای شي آلمان ته راشي. هغه همداراز آلمان ته د دغو کسانو د راتلو په بهیر کې پر ډیرې بیروکراسي او د شفافیت پر نه شتون باندې نیوکې وکړې. نوري دویچه ویله ته وویل: «په ډیرو مسایلو کې ستونزې موجودې دي. لومړۍ دا چې تر اوسه پورې په پراخه کچه د هغو کسانو د منلو هیڅ څرک نه لیدل کیږي چې له گواښ سره مخامخ دي. په افغانستان کې د آلماني پوځ ټول همکاران ملاتړ ته اړتیا نه لري، خو هغه شمیر چې یې له گواښ سره مخامخ دي باید په آلمان کې ومنل شي. د هغوی کورنۍ هم باید په دې هیواد کې ومنلې شي. موږ یوازې یو محدود شمیر کسانو په اړه خبرې کوو. یوازې خبرې کفایت نه کوي بلکه باید دا خبره مشخصه شي چې له گواښ سره مخامخ کسان په آلمان کې منل کیږي.»
نوري پور وویل چې آلمان ته د دغه هیواد د پوځ د سیمه ییزو همکارانو د راتلو غوښتنلیک ډیر وخت نیسي او کله نا کله هم هغوی ته رد ځواب ورکول کیږي.
په آلمان کې منل کیدل درې مرحلې لري
د آلمان حکومت د خپل هر سیمه ییز افغان همکار غوښتنلیک په جدا ډول څیړي. برید جنرال میشائیل فیتر، په افغانستان کې د سیمه ییزو همکارانو د دوسیو مسوول دی. هغه وایي: «آلمان ته د راتلو هر غوښتونکی باید لومړی خپل آلماني مسول ته ورشي او دا خبره ثابته کړي چې هغه او کورنۍ یې له گواښ سره مخامخ دي.»
فیتر د آلماني پوځ د افغانو همکارانو د وضعیت د څیړنې کمیسیون مشر دی. دغه کمیسیون تر هغه وروسته پریکړه کوي چې د سیمه ییز افغان همکار ژوند ته خطر تثبیت شي. په دې کمیسیون کې د آلمان د دفاع، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو استازي غړیتوب لري. دغه کمیسیون د یو شمیر معیارونو له مخې آلمان ته د دغه هیواد د پوځ د یوه سیمه ییز همکار د راتلو په اړه خپل نظر ورکوي. فیتر وایي چې د هر هغه افغان له پاره چې په مشخص ډول له گواښ سره مخامخ وي، آلمان ته د راتلو چانس شته.
تر هغه وروسته چې دغه کمیسیون آلمان ته د یوه افغان همکار د راتلو په اړه مثبت نظر ورکړي، په دریمه مرحله کې د هغه دوسیه د آلمان د کورنیو چارو وزارت ته استول کیږي ترڅو په عملي ډول دغه وگړي ته د آلمان د ویزې و ورکولو بهیر پیل شي.
تر اوسه یوازې درې تنه افغان سیمه ییز همکاران آلمان ته راغلي
د آلمان د کورنیو چارو وزارت او د دغه هیواد د پوځ له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې تر اوسه پورې د آلماني پوځ ۲۸۹ افغانو همکارانو د خپل امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. د دغو کسانو له ډلې څخه ۱۷۳ تنه یې له مشخصو ګواښونو سره مخامخ دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د یوه ویاند په خبره د دغو کسانو له ډلې څخه ۲۳ تنو یې آلمان ته تلو په برخه کې د خپل ځان او کورنۍ له پاره مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي. دغه کسان کولای شي چې خپلې میرمنې او ماشومان له ځان سره آلمان ته ولیږدوي او هلته د ژوند کولو او کار اجازه ترلاسه کړي. خو تر اوسه پورې یوازې درې تنه افغانان چې تر دې مخکې یې له آلماني پوځ سره په افغانستان کې کار کاوه آلمان ته راغلي دي.