1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ ورور رابرت ترمپ ومړ

۱۳۹۹ مرداد ۲۶, یکشنبه

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ په يوه اعلامیه کې د خپل کشر ورور، رابرت ترمپ له مړينې خبر ورکړ. ترمپ د جمعې په ورځ د نيويارک په يوه روغتون کې د خپل ورور ليدلو ته ورغلی وو.

https://p.dw.com/p/3h29W
Trumps Bruder Robert ist tot
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bondaress

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، خپله د دې اوونۍ د پای ورځې (شنبه او يکشنبه) د نيويارک په يوه روغتون کې د خپل ورور په عیادت سره پيل کړې. تر هغې وروسته ترمپ په نيوجرسي کې د ګلف لوبو يوه کلب ته ولاړ او بیا يې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه «تر ټولو ښه ملګری» د یوې نامعلومې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.  

ولسمشر ترمپ په خپلې اعلاميه کې ليکلي دي: «زه په ډيرې خواشينۍ سره دغه خبره شريکوم چې زما ځوان ورور، رابرت، نن شپه د سکوت په فضا کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

۷۱ کلن رابرت ستيوارت ترمپ، د دونالد ترمپ په پنځو وروڼو کې تر ټولو کشر وو. هغه په کال ۱۹۴۸ په نيويارک کې زيږيدلی وو او د خپل پلار فريد سي ترمپ (Fred C. Trump) د ملکيتونو او مستغلاتو (هغه حاصلات چې د ځمکو څخه په لاس راځي) اصلي پراختيا ورکونکی وو.

په جون میاشت کې دABC  شبکې خبر ورکړی وو چې د ترمپ کشری ورور د روغتون د ځانګړو مراقبتونو په برخه کې بستر شوی دی.

رويټرز خبري آژانس ترمپ ته د یوې نژدې سرچينې له قوله ليکلي دي، چې ترمپ به د خپلو انتخاباتي کمپاينونو د سختو بوختياو سره سره، د خپل ورور د خاورو سپارلو په مراسمو کې ګډون کوي.

دونالد ترمپ د شنبې ورځې په خبرو کې زياته کړه چې ورور به يې نور «د تل له پاره ورسره نه وي، خو موږ به بیا له يو بل سره يو ځای کيږو.»

ترمپ د خپل ورور په اړه داسې وويل: «د هغه خاطرې به زما په زړه کې د تل له پاره ژوندۍ وي. رابرته، ته په ما ګران يې. آرام استراحت وکړه.»

د امريکا ولسمشر د خپل مړه شوي ورور په وصف کې يو ځل ويلي وو چې هغه «له ده څخه ډیر آرام او حوصله ناک دی» او دی «زما په ټول ژوند کې يوازينی کس دی چې زه ورته د شات يا خوږ ورور خطاب کوم.»

رابرت ترمپ په ابتدا کې د وال ستريت شرکت په مالي برخه کې په کار پيل وکړ او وروسته په کورنۍ سوداګرۍ کې بوخت شو. هغه د خپل مشر ورور، دونالد ترمپ د ولسمشرۍ په دور کې له ډېر حضور او راڅرګندېدو څخه ډډه وکړه.

دويچه وله انګليسي/م.ک.ص./م.ن.ص.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: