دداعش پرضد دعراق، سوريې او روسيې گډه مبارزه
۱۳۹۴ مهر ۵, یکشنبهد اسلامی دولت-ISډلي یا پخواني داعش پر ضدپه مبارزه کي عراق غواړي د سوريې، روسيې او ايران سره په گډه یو اییتلاف جوړ کړي. دغه خبر عراقي چارواکو ورکړی دی. د عراق پوځ خبر ورکړی دی ، چي په استخباراتي او امنیتي برخه کي د گډي همکارۍ نوموړې موافقه دداعش سره د روسي تندلارو دنژدې کیدو له کبله د مسکو د مخ پر ډیریدونکی اندیښنې پر اساس تر سره سوې ده.
انټرفکس خبري آژانس د پوځي او ډیپلوماتیکو کړیو د معلوماتو پراساس رپوټ ورکړی دی ، چی د عراق په پلازمېنه بغداد کي به د ټولو څلورو هيوادونو نظامي استازي سره راټول سي. د همدغه رپوټ له مخي وروسته کیدلای سي ، دگډو تأسیساتو له لاري د داعش پرضد گډ نظامي عملیات هم تر سره سي. دغه گډه همکاری په سیمه کي د روسيې نفوذ هم تقویه کولای سي.
روسيه له سوريې څخه ملاتړ کوي
روسيې په دې وروستیو وختونو کي په سوريه خپل نظامي حضور زیات کړی دی. پردې سربیره مسکو د سوريې دواکمن بشارلاسدیو نژدې متحد دی. اوس نود ملګروملتونو په عمومي اسامبله کي چي د ددوشنبه په ورځ په نیویارک کي دایریږي ،د جمهوررييس ولاد يمير پوتين وینا ته په هیجان سره انتظار ایستل کیږي ، په کومه کي چي به نوموړی د اسلامی دولت-ISډلي سره د گډي مبارزې غوښتنه وکړي. روسيه ، سوريې ته د عسکرو لیږل نه ردوي او د غربي هيوادونو د معلوماتو پراساس یې هلته وختي لا نظامي اډې جوړي کړي دي.
لویدیځ دغه بهیر ته د شک په سترگه گوري او د اسد سره د مسکو پر پوځي مرستو باندي انتقاد کوي.