خوشحاله دولفینان
په تایجي کې د دولفینانو ښکار په ټوله نړۍ کې غبرگونونه راپارولي دي. ولي انسانان له دولفینانو سره دومره مینه لري؟ دولفینان ښایسته او ځیرک سمندري ژوی دي. ښایي همدا له دغو ژویو سره د انسانانو د مینې اصلي لامل وي.
له دولفینانو سره علاقه
کيشپ، سمندري لوی نهنګان، سمندري زمريان دا ټول د اوبو هغه ژوی دي چې انسانان ورسره مینه لري. خو انسانان له دغو سره دومره مینه نه لري لکه له دولفینانو سره. ښايي د دې میني عامل دا وي چې ژوی پیژوندونکي دولفینان ډیر ځیرک ژوی بولي او یا خو عامل یې دا وي چې هغوی تل خاندي.
د مور شيدي
له دولفینانو سره د انسانانو د میني یو عامل دا هم دی چې هغوی هم د انسانانو په شان یو له بله سره مینه لري. دولفینان په یوه وار یو بچی زیږوي.
د دولفینانو ښکار
له دولفینانو سره د انسانانو علاقه د دې عامل کیږي چې د هغوی ساتنه هم وکړي. د جاپان په تایجي کې دولفینان نیول کیږي. خو د دې کار پر ضد ډیر وخت مظاهرې شوې دي. په دې انځور کې یو کب نیوونکي د دولفینانو یوه ډله د سمندر ګوښې ته رواړي او بیا یې وژني.
په اوبو کې لار موندل
دولفینان په اوبو کې خپله لار د سونار زیگنالونو په واسطه پیدا کوي. کب نیوونکي تر اوبو لاندې د پولادو دوه پایپونه يو له بله سره وهي، څو دولفینان خپله لار ورکه کړي او هغوی یې په اسانۍ سره ونیسي. له دې لارې کب نیوونکي کولای شي چې د کبانو یوه پوره ډله ونیسي.
د وینو په رنگ اوبه
په تایجي کې د دولفینانو ښکار اوبه سرې کوي. خو اوس د دې له پاره چې د هغوی ښکار لږه توجه جلب کړي، کب نیوونکي دولفینان پر سر وهي او بیا یې زخم پوښي چې وینه توی نه شي.
له عاید ډک کاروبار
ډیر دولفینان د هغوی د غوښو له پاره وژل کیږي. یو «بوتلي پزه لرونکی دولفین» په ۱۵۰۰۰۰ ډالرو پلورل کیږي. په داسې حال کې چې بیا یو «البینو دولفین» ان تر ۵۰۰۰۰۰ ډالرو پورې هم پلورل کیدای شي.
د ژوبڼ سخت ژوند
«بوتلي پزه لرونکي» دولفینان په نندارو کې ډیر کارول کیږي. هغوی ځینې په زړه پورې کارونه په اسانۍ سره یادوي او خلکو ته خوښې ور بخښي. که یو دولفین په کوم حوض کې وساتل شي نو هغه په ډیر سخت خپګان اخته کیږي او په ځوانۍ کې مري. که څه هم سړی فکر کوي چې دولفینان تل خاندي، خو هغوی په اصل کې ډیر خواشیني وي.
ډیر ځیرک ژوی
د دولفینانو مغز لوی او مغلق دی له همدې کبله هغوی ځیني نندارې په ډیر ښه ډول زده کوي.
په تلویزیون او فلمونو کې د خوښې ژوی
دولفینان په ډیرو فلمونو او تلویزیوني سریالونو کې کارول کیږي. په دې انځور کې د یوه آلماني فلم چې «د دولفین معجزه» نومیږي یوه صحنه انځور شوې ده. خو پوښتنه دا ده چې ایا دلفینان په فلمونو کې له کار کولو سره خوشحاله وي؟ د رپوټونو له مخې د «فلیپر» په نوم یوه تلویزیوني سریال پر مهال، یوه دولفین خپل ځان وواژه.
پټي وسلې
د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونه له دولفينانو څخه د ماینونو په شنډولو او ایښوولو کي کار اخلي.