خوست: د کرونا سربيره، د اختر په لمانځه کې د خلکو پراخ حضور
د کرونا د شتون سربیره، په خوست کې د کوچني اختر لمونځ د خوست ښار په مرکزي عیدګاه او په ولسوالیو کې د خلکو په پراخ ګډون سره تر سره شول. د خوست په مرکز کې بیا خلکو د کرونا مخنیوي لپاره د روغتیایي سپارښتونو سره لمونځ ادا کړ.
خوستي ځوانان
په خوست ولایت کې د اختر لمونځ داسې مهال ادأ شو چې د خوست په شمول په ټول هیواد کې د کرونا مثبتې پیښې ورځ تر بلې د ډیریدو په حال کې دي.
ټولنيز واټن
د اختر تر لمانځه وروسته اختر مبارکۍ، خو ټولنيز واټن مراعاتيږي.
خلاص ميدان
په خوست ښار کې د اختر لمونځ په خلاص ميدان کې د خلکو تر منځ د لازمې فاصلې په رعایت ترسره شو.
له لاس ورکولو ډډه
خلک هڅه کوي چې د کرونا له امله يو بل ته د اختر مبارکۍ پر وخت لاس او غيږ ورنکړي.
اوربند
د خوست والي حلیم فدايي د اختر لمانځه پر وخت خلکو ته وويل چې سږکال به د کرونا له امله اختر کمرنګه وي، خو د طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې د اوبند په اعلان سره به اختر خوندور شي.
راتلونکي ته هيلې
د خوست اوسیدونکي هم سږني اختر ته خوښ دي او وایي چې هیلې یې په ژوندي کیدو دي، ځکه چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ اوربند به په هېواد کې د دایمي سولې پیل وي.
د چارواکو غوښتنې
د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري له دویچه ویله سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل، چې سږ کال له کلتوري او دوديزو اختريزو لمانځلو تېر شي.
له ناامنۍ پرته اختر
د خوست امنیتي مسئولینو د اختر د لمانځه پر وخت وويل چې د خوست په هیڅ سیمه کې تر اوسه د نا امنۍ کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
اختر په کور
د خوست یو اوسيدونکی کریم الله دويچه ويله ته وويل: «زموږ کورنۍ پريکړه کړې ده چې سږ اختر په کور کې تېر کړو.»
لمونځ کونکو ته چای
د اختر لمونځ د ادا کولو په سيمه کې چای، کيک، کلچې او مټايان راوړل سوي او که د چا ورته زړه کيږي چې استفاده ورڅخه وکړي.